1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ازبکستان ولسمشر په روغتون کې بستري شو

۱۳۹۵ شهریور ۷, یکشنبه

د ازبکستان د وزیرانو کابینې د یکشنبې په ورځ د دغه هیواد د دولتي خبري آژانس له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې وویل چې ۷۸ کلن ولسمشر اسلام کریموف، په روغتون کې بستري شوی دی.

https://p.dw.com/p/1JrJR
Islam Karimow Präsident Usbekistan
انځور: picture-alliance/dpa

په بیانیه کې چې په اړه یې په سیمه ییزو او روسیي رسنیو کې ډیر رپوټونه خپاره شوي، د کریموف د روغتیایي وضعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوی.

په بیانیه کې راغلي دي: «د کارپوهانو په حواله، بشپړ روغتیایي معاینات او درملنه به یو څه وخت ونیسي.»

د کریموف د روغتیایي وضعیت په اړه له څه مودې راهیسې بیلابیلې آوازې خپریږي خو د دغو آوازو د اصليت روښانول اسانه کار نه دی، ځکه په ازبکستان کې معلومات د حکومت له خوا کنترولیږي.

اسلام کریموف له ۱۹۹۱ کال راهیسې د ازبکستان ولسمشر پاتې شوی دی. په همدې کال کې ازبکستان له مسکو څخه خپل استقلال ترلاسه کړ.

د کریموف ځای ناستی روښانه نه دی، او په دې هیواد کې هیڅ کله هم د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې آزاده او عادلانه ټاکنې نه دي شوې.

تیر کال هم په دې هیواد کې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې داسې رپوټونه خپاره شول چې کریموف کوما ته تللی، خو هغه بیا وروسته په عام محضر کې څرګند شو.

ازبکستان وچې ته محاط د پخواني شوروي اتحاد غړی هیواد دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري او په کې له ۳۰ میلیونو څخه ډیر انسانان ژوند کوي.

امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د ماموریت د پر مخ وړلو له پاره په دې هیواد کې یوه پوځي اډه جوړه کړه خو د تاشکند او واشنګټن تر منځ د بشري حقونو پر سر د نظر اختلاف د دې لامل شو چې امریکا متحده ایالات په ۲۰۰۵ کال کې دې پوځي اډې ته لاسرسي له لاسه ورکړي.

د مرکزی اسیا هیوادونو په اړه نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب