1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرکزي آسیا: د داعش له پاره یو په زړه پورې ځای دی؟

۱۳۹۵ فروردین ۱۱, چهارشنبه

کله چې افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) نوم اخیستل کیږي، سمدلاسه انسان د منځني ختیځ یا شمالي افریقا په هکله فکر کوي. خو په همدې منځ کې داعش مرکزي آسیا یا د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه خپل هدف گرځولي.

https://p.dw.com/p/1IM4n
د داعش جنگيالي
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د سیمه ایزو رسنیو په حواله دغه مانورې سارۍ نه لري. د مارچ میاشتې په منځ کې شاوخوا ۴۵۰۰۰ تاجکي پوځیانو او اضافي ځواکونو په درنو پوځي وسلو او تجهیزاتو سره له شاوخوا ۲۰۰۰ روسي عسکرو سره یوځای پوځي تمرینات ترسره کړل. د دغو تمرینانو هدف له بهرنیو هیوادونو څخه د ترورستي ډلو د نفوذ مخه نیول ول.

د دغو مانورو وروستۍ برخه د پخواني شوروي اتحاد تاجيکستان جمهوریت په سویلي برخه کې د افغانستان له سرحد څخه ۱۵ کیلومتره لیري ترسره شول. پيغام په ظاهره کې دوو ډلي یعنې طالبان او د «اسلامي دولت» ترهگري ډلي ته وو.

له څو میاشتو راهیسې روسیه په ډیر دقت سره وضعیت څاري، چې داعش مرکزي آسیا ته ځان نږدې کړی دی. د افراطيانو خطر کولای شي چې افغانستان مرکزي آسیا ته د رسیدو له پاره د یوې «واقعي ټولیزې طرحې» په توگه ترلاسه کړي.

حتی د ۲۰۱۵م کال په پای کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندی دې خبرې ته اشاره کړی وه. مسکو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغزستان تر خپل نفوذ لاندې سیمې بولي. سربیره پر دې روسیه فکر کوي چې سویلې اړخ ته یې گواښ پیښ دی، دا د دې سبب گرځي چې روسیه د یو سازمان په جوکاټ کې د گډ امنیت د تړون پر اساس له دغو هیوادونو سره نظامي مرستې وکړي.

له افغانستان سره په سرحد کي تاجيکي عسکر
له افغانستان سره په سرحد کي تاجيکي عسکرانځور: DW/G. Faskhutdinow

د افراطيانو شمېر مخ پر ډیریدو دی

په عراق او سوریه کې له داعش سره د مرکزي آسیا جنگیالیو دقیق شمیر معلوم نه دی. په نیویارک کې د "The Soufan Group" یا هغه څو ملتي سازمان چې دولت ته په امنیتي او استختباراتي برخو کې مشورې ورکوي، د ۲۰۱۵م کال په دسمبر میاشت کې، داعش ته د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو څخه د روغلو افراطيانو شمیر نژدې ۴۷۰۰ اټکل کړی وو. په دوی کې ۲۴۰۰ تنه یې د شمالي قفقاز څخه د روسیې تابعیت درلودونکي دي.

د یو کال په موده کې د دوی شمیر نږدې دری برابره زیات شوی دی. اټکل کیږي چې د «اسلامي دولت» شاوخوا ۲۰۰۰ جهادیان د مرکزي آسیا له هیوادونو څخه دي او د دوی شمیر مخ پر ډیریدو دی.

ډیري دغه جنگیالي له ازبکستان او قرغزستان جمهوریتونو اتباع دي چې شمیر یې ۵۰۰ ته رسیږي. نورې سرچینې د دغو جهادیانو شمیر تر دې هم لوړ ښیې.

په برلین کې د «پوهې او سیاست» له بنسټ څخه اووې هال باخ، دویچه ویله ته وویل: «د دقیقو شمیرو د نه موجودیت سربیره، دا د مسلمانانو د ټولنو یو ډیر کم شمیر دی، خو بیا هم د دې له پاره کافي دی چې امنیتي سیاست له ستونزو سره مخامخ کړي.».

هال باخ، له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د داعش ډله د مرکزې آسیا په پرتله په شمالي قفقاز کې ډیري اړیکي لري.هال باخ، اشاره کوي چې سربیره پر دې دا د کارپوهانو ترمنځ یوه شخړایزه موضوع ده چې آیا له مرکزي آسیا څخه د «اسلامي دولت» ډلې پوري د اړوندو جنگیالیو لویه برخه په مستقیم ډول له خپل هیواد څخه ورځي او که له روسیې څخه سوریې ته ورغلي دي.

نوموړی کارپوه وایې: «هغه تاجيکان چې سوریې ته تللي دي یو شمیر یې هغه تاجيک مهاجر دي، چې په روسیه کې تر ډیر سخت فشار لاندی دي.» مسکو په دې وروستیو کلونو کې د مرکزي آسیا د مهاجرو په برخه کې د کار د محدودیت سیاست تعقیبوي.