دیش آنتن د افغانستان کلي له نړۍ سره وصلوي
۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبهاوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۵۰ تلویزیوني کانالونه خپرونې لري خو د هغوی خپرونې یوازې په کابل او څو نورو ولایتونو کې د عادي آنتنونو له لاری لیدل کیدای شي.
مصطفی د میدان وردکو له ولایت څخه کابل ته د دیش آنتن د پیریدلو له پاره راغلی دی. هغه غواړي د دیش آنتن له رانیولو سره د نړۍ له حالاتو ځان خبر کړي. هغه وايي: «پخوا دیشونه نه ول. او موږ نه شوای کولای چې معلومات ترلاسه کړو. یو دیش انتن مې درلود، خو هغه خراب شو، اوس کابل ته راغلی یم چې یو نوی دیش آنتن راونیسم.»
د ترسره شویو څیړنو له مخې اوس هم په افغانستان کې راډیو تر ټولو ډیر اوریدونکي لري خو په وروستیو لسو کلونو کې د افغانستان په پلازمینه او بیلابیلو ولایتونوکی ډیر شمیر خصوصي تلویزیونونه رامنځ ته شول چې اوس ډیر لیدونکي هم لري.
تلویزیونونه د افغانستان په لویو ښارونو کې د نورو سیمو په پرتله ډیر لیدونکې لري خو په کلیو کې د بریښنا د نه شتون او د تلویزیونب کانالونو د زیګنال استوونکي سیستم د نه شتون له کبله ډیر کسان نه شي کولای چې تلویزیوني خپرونې وويني.
ظاهر د پروان ولایت اوسیدونکی دی. هغه وايي چې که څه هم کولای شي د راډیو له لارې معلومات ترلاسه کړي خو د هغه په خبره د راډیو له لارې ترلاسه شوي معلومات د تلویزن له لارې د ترلاسه شویو معلوماتو کیفیت نه لري: «دیش آنتن ډیر ښه ده او پر خلکو باندې ډیرې ښې اغیزې لري. خلک د دیش آنتنونو له لارې معلومات ترلاسه کوي. موږ کولای شو چې هرڅه په مستقیم ډول ووینو.»
مصطفي وايي چې تر دې مخکې یې افغانستان او نړۍ تحولات د راډیو له لارې تعقیبول خو اوس کولای شي د دیش آنتن له نصبولو سره هر څه په انځوریز او ژوندۍ بڼه وویني: «د پخوا په پرتله دا ښه والي لري چې موږ کولای شو د نړۍ له بدلونونو څخه خبر شو. اوس کورنۍ کانالونه په کلیو کې کار نه کوي خو موږ کولای شي چې دغه چاینلونه د دیش آنتنونو په مرسته ووینو.»
طالبان د دیش آنتنونو مخالف دي
تر هغه وروسته چې په افغانستان کې طالبانو رژیم ړنګ شو، افغانستان د رسینو له آزادی څخه برخه من شو او ډیری افغانان کولای شی چی د خپلی خوښی رسنیو ته لاسی رسی ولری. تلویزونی خپرونی د طالبانو تر واکمنې لاندی بندی وی. د هغوی د رژیم له ړنګیدو سره افغانانو یو ځل د تلویزیونونو د لیدو امکانات او اجازه پیدا کړه. خو اوس چې طالبانو یو ځل بیا د افغانستان یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستي دي، په دغو سیمو کې خلک بیا د تلویزیون له لیدو محروم شوي دي.
مختار په کابل کې د دیش آنتنونو یو پلورنځای لري. هغه وایي چې د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالیو کې خلک د تلویزیون له لیدو محروم دي: «په ځینو ولایتونو کې چې طالبان حضور لري، خلک نه شي کولای چې پر بامونو باندې دیش آنتنونو نصب کړي.»
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د تلویزیون لیدل منع ول. طالبانو موسیقي هم حرامه ګڼله او که به یې کوم ویدویي او یا هم راډیوي کست ومونده نو هغه به بې له منځه یوړ.