حامد کرزي د «مبتذلو» خپرونو د بندولو امر وکړ
۱۳۹۲ اردیبهشت ۴, چهارشنبهدا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه له ۱۲ کلونو راهیسې د افغانستان له رسنیو سره مرسته کوي، او غواړي د هغوی له لارې په دې هیواد کې د بیان آزادۍ پلې کړي.
په تیرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو سکتور یو له هغو بخشونو څخه دی، چې د پام وړ پرمختګ یې کړی دی. خو ویل کیږي چې دغه فرمان کیدای شي اوس دا سکتور هم له یو شمیر ستونزو سره مخامخ کړي.
د ولسمشر کرزي په فرمان کې راغلي دي: «د افغانستان د اطلاعتو او فرهنګ وزارت باید په تلویزیونونو کې د مبتذلو، شهواني او غیر اسلامي او داسې خپرونو مخه ونیسي چې د ټولنې له اخلاقیاتو سره په مخالفت کې دي.»
د ولسمشر کرزي دغه فرمان د افغانستان د وزیرانو د شورا له خوا خپور شوی دی. خو تر اوسه پورې دا خبره په بشپړه توګه روښانه شوې نه ده چې د مبتذلو، شهواني او غیر اسلامي خپرونو په ډله کې د افغانستان د تلویزیونونو له خوا خپریدونکې کومې خپرونې شاملې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور جلال نوراني، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغو خپرونو کې هندي سریالونه او داسې افغاني سندرې شاملې دي چې د هغه په خبره په کې «نیمه بربنډې» نجونې نڅا کوي.
د افغانستان د علماو شورا غړو د جمعې په ورځ له افغان ولسمشر سره لیدلي وو او له هغه څخه یې غوښتي وو چې د یو شمیر تلویزیوني خپرونو مخه ونیسي. د علماو شورا غړو له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې د افغاني تلویزیونونو له خوا پر یو شمیر خپریدونکو خپرونو باندې تور لګولی وو چې په ټولنه کې بدلمنۍ رامنځ ته کوي.
تر دې مخکې ولسمشر کرزي د افغانستان د علماو د شورا د هغو سپارښتنو ملاتړ هم کړی وو چې له مخې یې د کار په ځای کې نارینه او ښځینه کارکوونکو باید په بیل دفترونو کې ناست وای. کرزي همداراز د علماو د شورا د یوې بلې سپارښتنې ملاتړ هم کړی وو چې په کې تر خاصو شرایطو لاندې میړونو ته اجازه وکړل شوې وه چې خپلې میرمنې ووهي.
اوس مهال په افغانستان کې له ۵۰ څخه ډیر خصوصي تلویزیونونه او له ۱۵۰ څخه ډیرې راډیوګانې موجودې دي. پر دې سربیره په دې هیواد کې څه نا څه ۱۰۰۰ چاپې رسني هم خپریږي.
په ډیر شمیر تلویزیونونو کې هندي سریالونه خپریږي چې ورباندې ډیر وخت د افغانستان د علماو د شورا له خوا نیوکې کیږي.