1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه

په خوست ولایت کې د یوې اونۍ له پاره د کتابونو یو نندارتون پرانیستل شوی دئ چې پکښې ۱۲۰۰۰ جلده کتابونه نندارې او د لوستلو له پاره ایښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14xG4
انځور: DW/F. Zahir

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې رئيس محمد امين شاه الفت، دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې دا کار ئې په دې ولايت کې د مطالعې د عامولو په موخه ترسره کړی دئ.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست د کتابتون مدير حضرت محمد ارمان وویل چې په د کتابونو په نندارتون کې کافي کتابونه شته. د هغه په خبره اوس هره ورځ د کتابتون نندارتون ته شاوخوا ٦٠ کسان د کتابونو نندرې او د هغوی د لوستنې له پاره راځي.

د دې نندارتون مراجعین یوازې له کتابونو څخه لیدنه نه کوي. هغوی کولای شي چې په دغه ځای کې کتابونه ولولي او له خپلې څیړنې پر مخ بوځي. دا نندارتون د کتاب لوستلو له پاره بیلې خونې لري.

د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کتابتون مدیر وایي چې دا چې دغه نندارتون له ښاره په یوې لیري سیمې کې پرانیستل شوی دئ نو د هغوی د مراجعینو شمیر ئې را کم کړی دئ.
 
يو شمېر کسان چې دغه نندرتون ته د کتاب لوستنې له پاره راغلي دي وايي چې دا ډول هڅې کولاى شي چې په ټولنه کې د کتاب لوستنې کلتور عام کړي او خلک د مطالعه کولو په ارزښت پوه کړي. درویشت کلن احمد شاه وايي: «د دې نندرتون يوه مثبته خبره دا ده چې دلته په بېلابېلو برخو کې کتابونه موجود دي. داسې کتابونه چې په بازار کې نه پیدا کیږي. له همدې کبله زه دغه نندارتون ته راغلی یم.»
 
د خوست ولایت ليکوال او ژورنالیست نقيب الله متونوال وايي چې د کتاب لوستې له پاره دا ډول هڅې پر خلکو باندې تأثیر اچوي او هغوى لوستنې هڅوي:

«دا ډېر ښه او پر ځاى اقدام دئ چې دومره زيات کتابونه د لوستنې او نندارې له پاره وړاندې شوي دي. ټول باید هڅه وکړي چې په هیواد کې د کتاب لوستنې فرهنگ مروج کړو.»
 
په روانې میاشت کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د کتاب لوستلو اونۍ ولمانځل شوه. تر دې مخکې په بلخ ولایت کې دغه اونۍ لمانځل شوې وه.

فرید الله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش