1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي د کتاب لوستني اوونۍ پيل سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار کي د لوستني د عامولو په موخه د كتاب او كتاب لوستني اوونۍ پيل شوه. پيل ئې د كتابونو له نندارې څخه پيل شو.

https://p.dw.com/p/14v8Q
انځور: DW

سيمه ييز چارواكي وايي، چي دوى هڅه كوي، چي په دغه ولايت كي د ورته سمبوليكو چارو له لاري د كتاب لوستني دود عام كړي او په دې اړه په خلكو کي فكري بدلون راولي.

په همدې موخه نن ( دغويي په ۲۴مه) په مزارشريف ښار كي د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ كي د كتابونو نندراه پيل شوه.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رئيس صالح محمد خليق د كتابونو د نندارې د پرانيستي پر مهال وويل، چي له ياد نندراتون څخه ئې موخه په دغه ولايت كي د كتاب او كتاب لوستني د اوونۍ پيل دئ.

نوموړي زياته كړه، چي په دغه نندراتون كي نژدې ۴۰۰۰ بېلا بېل كتابونه نندارې ته وړاندي شول، چي تر راتلونكو اوو ورځو پوري به ئې ننداره د هر چا پر مخ خلاصه وي.

Afghanistan Bücherausstellung
انځور: DW

د هغه په قول دغه ننداره ئې د مزارشريف ښار د يو شمېر كتابپلورنځيو او عامه كتابتونو په مرسته جوړه كړې ده.

د باختر لېسې د دولسم ټولګۍ زده كوونكى عصمت الله، چې په ډېره مينه ئې د كتابونو ننداره كوله، دويچه ويله ته وويل: «د كتابونو دغسي نندارې د كتاب ارزښت لا پسي ډېروي. ما نن زيات شمېر نوي كتابونه وليدل، چي لوستلو ته مي زړه شو.»

نوموړي زياته كړه، چي په دغه ننداره كي يوه ښه خبره دا ده، چي د كتاب د نندارې تر څنګ د كتاب پلورلو اسانتيا هم شته ده. د هغه په وينا زيات شمېر كتابونه يې خوښ شول او زړه يې دى چي ويې پېري.

د كتابونو د خپرولو يو شمېر خپرندويو ټولنو، چي په ياده ننداره كي يې برخه اخيستې وه، د كتاب له پاره د بازار موندني په برخه كي ئې ياد نندارتون ښه هڅه وبلله.

د سعات كتاب خپرندويې ټولني مسئول احمد مصطفى، چې په نندارتون كي ئې زيات شمېر كتابونه نندارې ته وړاندي كړي دي، وويل، چي دغه ډول نندارې د كتاب بازار ښه كوي.

Afghanistan Bücherausstellung
انځور: DW

نوموړي زياته كړه، چي له همدې لاري د دوى خپروندويه ټولنه پېژندنه پيدا كوي، د دوى چاپ شوى كتاب پېژندنه پيدا كوي، چي ورسره د كتاب بازار ښه كېږي.

د اطلاعات او فرهنګ رئيس خليق د بلخ ولايت له ملي او سيمه ييزو رسنيو څخه وغوښتل، چي د رواني اوونۍ په اوږدو كي دې د كتاب او لوستني د ارزښت په اړه خپرونې وكړي.

نوموړي زياته كړه، چې دوى هڅه كوي، چې خلكو ته د كتاب ارزښت په ډاګه كړي او له همدې لاري غوره فكري بدلون رامنځ ته كړي.

ايلم خان بلخي/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل