1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر کیې د PKK پر پټنځایونو پراخ هوایي بریدونه وکړل

۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

د ترکیې دولتي رسنیو ویلي دي چې د دغه هيواد جنګي جټ الوتکو په ترکيه او د عراق په شمال کې د کردي یاغیاو پر اډو بریدونه کړي دي چې پکښې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي. د PKK په یوه شکمن برید کې بیا ۱۰ ترکي افسران وژل شوي.

https://p.dw.com/p/1GSr0
انځور: picture alliance/AA/I. Erikan

په لسونو ترکي جنګي الوتکو د کردانو د کارګر ګوند (PKK) پر اډو د سه شنبې په شپه بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې په لسونو یاغیانو وژل شوي دي. له بلې خوا بیا پر یوه مني بس موټر باندي په بمي برید کې د ایغدیر په ښار کې لس تنه ترکي افسران وژلي ډي.

د شپې له خوا د ترکې هوایي بریدونه له هغه وروسته وشول چې ۱۶ ترکي عسکر د دغه هیواد په سویل ختیځه برخه کې ووژل شول. د دغه برید پړه د PKK پر جنګیالیو باندي اچول شوې ده. د سه شنبې ورځې په هوایي عملیاتو کې ۵۳ الوتکو برخه اخیستې وه.

PKK باید له منځه يووړل شي

د ترکيې امنیتي ځواکونو د یکشنبې ورځې تر بریدونو وروسته د PKK د له منځه وړلو خبره کړې ده. دغه ډله له درو لسیزو راهیسې د ترکیې حکومت پر ضد جنګیږي. د ترکیې لومړي وزیر داوود اغلو، د دوشنبې په ورځ په خپله تلویزیوني وینا کې وویل: «دغه ترهګر باید له غرونو څخه پاک کړل شي. هر څه چې کیږي هغوی باید له منځه یووړل شي.» هغه زیاته کړه: «د دې هیواد غرونه به ترهګرو ته ونه سپارل شي.»

د کردستان کارگر گوند د ترکیې په سویل ختیځ کې ډېر ملاتړ لري. دغه ګوند د ترکیې حکومت، امریکا متحدو ایالاتو او اروپايي ټولني د یوه ترهګر سازمان په توگه پیژندلی دی.

که څه په ۲۰۱۳م کال کې د ترکیې حکومت او PKK تر منځ یو اوربند رامنځ ته شوی وو، خو دغه اوربند سږ کال له هغه وروسته مات شو چې ترکي ځواکونو له عراق سره پخپل سرحد کې پر دغو یاغیانو باندي هوايي بریدونه وکړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب