1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیه د «اسلامي دولت» ضد ائتلاف سره یو ځای کیږي

۱۳۹۴ شهریور ۴, چهارشنبه

له ډیر وخت راهیسې لویدیځ پر ترکیې تور لگاوه، چې په عراق او سوریه کې یې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کې د برخې اخیستو پریکړه نه ده کړې. اوس انقره هم غواړي چې په دغه ائتلاف کې شامله شي.

https://p.dw.com/p/1GLZd
Türkei Luftwaffe Kampfflugzeug F-16
انځور: picture-alliance/AA/Veli Gurgah

په واشنگټن کې د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت ویاند پیتر کوک، ویلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو او د انقرې حکومت تر منځ د ترهگري ملیشې «اسلامي دولت» پر ضد ائتلاف کې د ترکیې د شاملیدو په هکله خبري بشپړي شوي دي. د هغه په وینا په دغه پریکړه کې په هوایي بریدونو کې د ترکیې برخه اخیستل شامل دي.

د پېنتاگون ویاند ویلي دي چې د ترکیې لومړی ماموریت په څو ورځو کې پیلیدای شي. پیتر کوک دا واقعیت چې انقره د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد ائتلاف کې شامله شوې، مخ پر وړاندې یو پریکړنده گام بللی دی.

تخنیکي خبري اتري ختمي شوي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، په انقره کې ویلي دي چې په ائتلاف کې د شاملیدو له پاره د دواړو هیوادونو د سترو پوځي چارواکو تر منځ «تخنیکي خبري اتري» پای ته رسیدلي دي. چاوش اوغلو د ډیرو جزئیاتو ورکولو پرته ویلي دي چې د «اسلامي دولت» پر ضد به پراخ او همغږي پوځي عملیات ژر پیل شي.

افراطي ډله «اسلامي دولت» د سوریې او عراق پر ځينو سیمو واکمني کوي. د ترکیې جنگي جېټ الوتکو په لومړي د جولای میاشتې په پای کې د سوریې په شمال کې د اسلامي دولت، پر مورچلو بمباري وکړه. په عین وخت کې انقرې د ترکیې کردي کارگر گوند پي کې کې، چې پرې بندیز لگولی شوی پر وړاندې مبارزه چټکه کړه. دغه گوند په خپل وار سره په ترکیه کې پر امنیتي ځواکونو یرغلونه کړې دي.

نړیوالو پر ترکیې باندې له دې کبله نیوکه وکړه چې د پي کې کې، پر ضد یې سخت گامونه واخیستل خو د اسلامي دولت، پر ضد نه. د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر آشتون کارتر څو ورځې تر مخه پر انقرې غږ وکړ چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد مبارزه کې خپل تعهد لا پسې پیاوړی کړي.

د انجیرلیک هوایي اډه

تر سختو خبرو اترو وروسته څه موده وړاندي انقرې په لوړي ځل د امریکا جنگي جېټ الوتکو ته اجازه ورکړه چې د ترکیې له خاوري په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر مورچلو عملیات وکړي. د انجیر لیک هوايي اډې د استعمالیدو له کبله د امریکایي الوتکو د الوتنې په وخت کې د پام وړ کمښت راځي.

امریکا متحد ایالات له یو شمیر نورو هیوادونو سره د اسلامي دولت ډلې پر ضد اتحاد کړی دی، څو په عراق او سوریې کې د هغوی د پراخیدو مخنیوی وشي. په دغه ائتلاف کې ۴۰ هیوادونه ونډه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب