ترکيه: افغانستان او پاکستان بايد بې باورۍ له منځه يوسي
۱۳۹۰ آبان ۱۰, سهشنبهافغانستان او پاکستان يو پر بل په دې تورنو، سره چي د زورپالو دښمنانو سره مرسته کوي خپلمنځي اړيکي ډيري خړي پړي کړي.
د کابل او اسلام اباد اړيکي وروسته تر هغه نوري هم خړي پړي سوې، چي افغان حکومت د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو او حقاني شبکې څخه په ملاتړ تورنه کړه.
د ترکيې يو چارواکي د هويت د نه بربنډولو په شرط وويل، چي په سيمه کي وضعيت وار په وار نازکيږي « اوس هغه وخت رارسېدلی چي ددغه حالت مخنيوی وسي.»
نوموړي ترکي چارواکي د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو د ليدني کتني څخه مخکي، چي د ترکيي د ولسمشرعبدالله ګل په منځګړيتوب تر سره کيږي وويل: «موږ احساس کوو چي هغوی د زړه له کومي يو د بل سره د خبرو اترو له پاره ليوالتيا لري، ځکه هغوی دې نتيجې ته رسېدلي چي روانه وضعيت د هيچا په ګټه نه دی.»
د پاکستان او افغانستان تر منځ د خبرو اترو په درشل کي هغو ګونګسو قوت اخيستي چي ښايي د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو له پاره پاکستان پر دې ټينګار وکړي، چي د سولي په خبرو اترو کي طالبانو او د حقاني ډله شاملي سي.
د استانبول په غونډه کي د افغانستان او پاکستان پر ولسمشرانو سربيره د هغوی لوړپوړي پوځي چارواکي هم ګډون ولري. ويل سوي، چي د پاکستان د پوځ مشر، جنرال اشفق کياني به د غوندي په څنډه کي د خپل افغان همتا سره هم وګوري.
په استانبول کي ددرو اړخيزو خبرواترو څخه وروسته، سبا د افغانستان په هکله يو نړيوال سيمه ييز کنفرانس جوړيږي.
په دغه کنفرانس کي به د پاکستان او افغانستان پر استازو سربيره د هند، آلمان او فرانسې د بهرنيو چارو وزيران هم ګډون ولري.
په پام کي ؤ چي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينتن هم په دې کنفرانس کي ګډون کړي، خو وايي د خپلي مور د ناروغۍ له امله يې له سفر څخه ډډه کړې.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل