1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې پیلوټه الوتکې د حقاني شبکې پنځه غړې ووژل

۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبه

امریکایې بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په شمالي وزیرستا کې پر یوه کور دوه توغندې توغولې چې د استخباراتي چارواکو په حواله په پایلې کې یې د حقاني د شبکي پنځه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

https://p.dw.com/p/12r4X
امریکا د بې پیلوټه الوتکو څخه په پاکستان کې د حقاني شبکي د غړو د وژلو په موخه کار اخلي
امریکا د بې پیلوټه الوتکو څخه په پاکستان کې د حقاني شبکي د غړو د وژلو په موخه کار اخليانځور: picture-alliance/dpa

دغه هوابې برید یوازې څو ساعته مخکې له هغې تر سره شو چې پاکستان او افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، مارس ګروسمن، پاکستان ته ورسید ترڅو د دغه هیواد او امریکا ترمنځ د تروریزم په وړاندې جګړې کې د لا ډیرو همکاريو په اړه خبرې وکړي.

د بی پیلوټه الوتکې دغه برید د شمالي وزیرستان د دندې دارپه خیل په سیمه کې تر سره شوی دی. په دغې سیمې کې د جلال الدین حقاني په مشرۍ د حقانې ډله پټنځایونه او د روزنې مرکزونه لري.

یوه استخباراتې چارواکې چې د نوم د نه بربندیدو په شرط یې خبرې کولې ویلې دي چې د دغه برید هدف جلیل حقانې وو. جلیل د حقانې ډلې د ارتباطاتو مسؤل وو. د چارواکي په حواله په برید کې د جلیل سربیره څلور نور د حقاني ډلې غړې هم وژل شوي دي.

یو بل استخباراتي چارواکې هم چې د نوم د نه اخیستولو په شرط یې خبرې کولې وویل چې جلیل حقانې افغان او د جلال الدین حقاني له نږدي خپل خپلوانو څخه وو. د ۲۰۰۸ کال څخ را په دیخوا متحده ایالاتو په پاکستان کې د طالبانو او القاعدي غړو په وړاندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه په لاره اچولي دي.

اوس مهال په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د ډیری بریدونو اصلې هدف د حقاني ډله ده چې امریکا پرې په افغانستان د دیری بریدونو پړه وراچوي.

که څه هم متحده ایالاتو پر پاکستان فشار اچولې چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني د ډلې په وړاندې پوځی عملیات په لاره واچوي خو اسلام آباد تر اوسه پورې په دغه کار لاس نه دی پورې کړی. پاکستان وایې چې اوس مهال یې ځواکونه په نورو سیمو کې د یاغیانو په وړاندې پر عملیاتو بوخت دي.

امریکایې چارواکو خو په وروستیو کې د پاکستان استخباراتي سازمان په دې تورن کړ چې د حقانې د شبکي له لارې په افغانستان کې د امریکا په وړاندې پټه جګړه پرمخ بیایې.

په داسې حال کې چې پر پاکستان د امریکایې چارواکو وروستیو نیوکو د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې ترنګړي کړي دي اوس دواړه هیوادونه په دې هڅه کې دي چې خپلې منځنۍ اړیکې یو ځل بیا ژورې کړې.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: سید ریاض