1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرني جنگیالي اوس جهاد ته ډير زړه نه ښه کوي

۱۳۹۰ بهمن ۲۰, پنجشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چي له هغه وروسته چي بن لادن ووژل شو او د بې پيلوټه الوتکو عمليات پيل سوي دي د پاکستان او افغانستان له جگړې سره ډير لږ بهرني جنگيالي يو ځای کيږي.

https://p.dw.com/p/140As
انځور: AP/IntelCenter

غربي امنيتي چارواکي وايي چي د افغانستان او پاکستان «جهاد» اوس ځان ته لږ بهرني جنګيالي جذبوي. دغو چارواکو ويلي دي چي د دې موضوع لاملونه د اسامه بن لادن وژل کېدل، د امريکا د بې پيلوټه الوتکو عمليات او د پيسو نه شتون دئ.

يوه امنيتي چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئي خبري کړي دي ويلي دي چي که څه هم په دې اړه دقيق ارقام په لاس کي نه شته خو ښايي د افغانستان او پاکستان په جگړه کي د بهرنيو جنگاليو گډون ډير کم شوی وي.

دغه چارواکي زياته کړې ده چي اوس ډير شمېر پاکستانيان له دغه بهير سره يوځای کيږي چي د بهيرنيو جنگياليو تشه ډکه کړي:

«د تيرو شپږو مياشتو په ترڅ کي ډير ځوان فرانسويان له پاکستان څخه وتلي دي. مخکي له۲۰ څخه تر ۳۰ تنو پوري فرانسوي جنگيالي په پاکستان کي ول.»

دغه پاکستان چارواکي زياته کړې ده چي له نورو اروپايي هيوادونو څخه هم اوس پاکستان ته لږ جنگيالي راځي. د دغه چارواکي په حواله د عربي هيوادونو «پسرلي» هم په پاکستان کي د بهيرنيو جنگياليو د شمېر په کمولو کي ډير لوی رول لوبولی دئ.

د دې چارواکي په خبره د بهرنيو جنگياليو له پاره په افغانستان کي جگړه هم ډيره جالبه نه ده ځکه چي افغان طالبانو خپله ټوله توجه کورنۍ جگړې ته اړولې ده نه نړيوال جهاد ته.

ويل کيږي چي اوس په پاکستان کي جنگيالي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو له ويري يو ځای نه سره را ټوليږي او د وسلو روزني د امريکايي سټلايټونو له ويري په کورونو کي دننه تر سره کوي.

په پاکستان کي په يوه خپاره سوي رپوټ کي د القاعدې د يوه وياند احمد فاروق په حواله راغلي دي چي اوس القاعده د پخوا په څېر آزاده نه ده:

«موږ اوس د پخوا په څير آزاد نه يو. موږ د جنگياليو او مالي سرچينو له کمښت سره مخامخ يو. پر موږ ساحه راتنگيږي او بې پيلوټه الوتکي مو پر سر پروازونه کوي.»

د نيويارک پوهنتون د قانون او امنيت له مرکز څخه کروکشنک، وايي چي په پاکستان کي د اسامه بن لادن وژل کيدل القاعدې ته د نوو جنگياليو په پيدا کولو کي ستونزي را منځته کړي دي.

دغه کارپوه زياتوي چي پر دې سربيره هم په افغانستان کي امريکايان په جکړه بوخت دي او دا کار به يو څه بهرني جنگيالي دغي سيمي ته را کش کړي.

۱۷ کلن حفيظ حنيف چي د پاکستان په شمالي وزيرستان کي روزل سوی دئ د نيوزويک مجلې ته ويلي دي چي پخوا به ډير بهرني جنگيالي له القاعدې سره يو ځای کيدل خو اوس د دغو کسانو شمير ډير کم دئ.

د هغه په خبره اوس د القاعدې مشران خپل ډير وخت له يوه ځايه څخه بل ځايه پوري په تگ را تگ کي تيروي چي خپل ځانونه خوندي کړي.

مسعود جهش (د فرانسي خبري آژانس)
کتونکي: نجيب الله زيارمل