1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راپور: القاعدې بيرته افغانستان ته مخه کړې

۱۳۹۰ فروردین ۱۸, پنجشنبه

امريکايي ورځپاڼه واشنگټن پوست ليکي چي د افغانستان په ختيځ کي د يو شمېر سيمو څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د القاعدې نړيواله ترويسته شبکه بيرته هغې سيمي ته مخه کړې.

https://p.dw.com/p/RG5J
د افغانستان سره په سرحدي سيمه کي د بهرنيو جنگيالیو روزنځی.
د افغانستان سره په سرحدي سيمه کي د بهرنيو جنگيالیو روزنځی.انځور: AP

د ورځپاني په خبره په تيرو شپږو مياشتو کښي القاعدې د کونړ ولايت په کورنگل ولسوالۍ کي بيرته د خپلو مرکزونو او روزنيز کمپونو په جوړولو لاس پوري کړی.

دغه سيمي ته د القاعدې جنگيالو ستنېدل وروسته تر هغه پيل سول چي امريکايي ځواکونو يې امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته وسپاری.

ورځپاڼه ليکي چي د القاعدې شبکه اوس ټولو هغو ځايونو ته متوجه ده چي چيري خاليگاه پيدا سي او هلته ور ننوزي.

د افغانستان هغو سیمو ته د القاعدې بيرته راتگ چي دوی ځني ايستل سوي ول ډيري انديښنې را پيدا کړي دي.

ورځپاڼه د امريکا د ستراتيژيکي څېړنو د مرکز څخه د سيتا ژونسه په حواله ليکي چي ددغه ډول يو کار چي القاعده دي بيرته خپلو ځايونو ته را وگرځي ډير د انديښنې وړدی.

د امريکا د متحده ايالاتو دپوځ يو قوماندان چي نوم يې نه دی ښودل سوی ورځپاڼي ته ويل چي « که څه هم د امريکا پوځي قوماندانانو داسي فکر کوی چي د افغانستان په ختيځ کي د يوشمېر ځايونو څخه تر وتلو وروسته به طالبان هم د هغو سیمو څخه ولاړ سي خو هغسي و نه سول.»

هغه زياته کړې چي، اوس نه يوازي دا چي طالبان و نه وتل، بلکي هلته اوس بيرته د القاعدې جنگيالي ور گرځي.

د ۲۰۱۰ ميلادي کال د سپتمبر په مياشت کي امريکايي ځواکونو د کونړ ولايت د کورنگل ولسولۍ په دره کي د القاعدې شبکې يو روزنيز مرکز بمبارد کړی چي په هغه کي دوتنه عرب اتباع چي يو يې د د سعودي عربستان او بل يې د کويټ ول ووژل.

د ورځپاڼي په خبره دغه دواړه د القاعدې شبکې قوماندانان ول.

په روان وخت کي د القاعدې او طالب جنگيالي په کونړ، نورستان او ننگرهار ولايتونو کښي جگړې پر مخ بيايي او پر سترو مرکزونو بریدونه کوي.

دوې ورځي د مخه د جلال اباد پر هوايي ډگر وسلوال بريد دا و ښودل چي دغه ډلي هلته څومره فعاله دي چي اوس په مخامخ جگړو کښي ونډه اخلي.

څو ورځي وړاندي د نورستان والي جمال الدين بدر المان ږغ راډيو ته ويلي ول چي طالبان اوس په دې لټه کي دي چي د هغه ولايت په درو ولسواليو کامديش، برگمټال او وايگل کښي د دايمي اډو په جوړولو بوخت دي.

وايگل هغه ولسوالي ده چي دوې اونۍ د مخه د افغان امنيتي ځواکونو څخه د طالبانو لاس ته ورغله.

د هغه ولايت د والي په خبره په هغه ولايت کي اوس شاوخوا ۸۰۰ بهرني جنگيالي چي هغه تاجکستان، چيچينيا او پاکستان ياد کړل ځای پر ځای سوي دي.

بله خوا بيا د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کښي د يوې تروريستي ډلي د مشر د ځای پيدا کولو پر سر پنځه مليونه ډالره انعام ايښی دی.

دغه قومندان چي محمد الياس کشمري نوميږي، د حرکت جهاد اسلامي د ډلي مشر دی.

پر دې ډلی تور دی چي د ۲۰۰۶ کال راپه دې خوا په پاکستان او هندوستان کښي ځانمرگي بريدونه تر سره کوي.

اژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم