بان د «عراق او شام اسلامي دولت» ډلې پر ضد د اقداماتو غوښتنه وکړه
۱۳۹۳ خرداد ۲۲, پنجشنبه
د ملگرو ملتو د عمومی منشی بان کیمون، یوه ویاند په نیویارک کې وویل: «د ترهگرو مخه باید ونیوله شي چې غواړي په عراق کې دیموکراسي له منځه یوسي.» خو په عین وخت کې هغه ټینگار وکړ چې د «تروریزم ضد جگړه کې» باید نړیوال قوانین او نړیوال بشري حقوق خوندي وساتل شي. هغه یادونه وکړه: «نړیواله ټولنه باید سره یو موټی شي او له عراق سره چې له یوې ډیرې سختې ننگونې سره مخامخ دی خپل ملاتړ ښکاره کړي.»
د «عراق او شام اسلامي دولت» نومې ترهگرې ډلې جنگیالیو د عراق د یوې سترې برخې له نیولو سره دغه هیواد په سختې گډودۍ کې ډوب کړی دی. د دغې ډلې پرمختگ نړیوالې اندیښنی پیدا کړې دي. د عراق د دولتي تلویزیون یو رپوټ له مخې حکومتي سرتیرو د نوموړې ډلې پر ضد په یوې حملې لاس پوری کړی او تر یوې کچې یې بریالیتوب تر لاسه کړی دی. د «عراق او شام اسلامي دولت» نومې ډلې چې پښتو مخفف یی «عشاد»، کیږي د سه شنبې پر ورځ د عراق ستر ښار موصول پرته له کوم مقاومت څخه ونیو. د چهار شنبې د ورځي په اوږدو کې د دغې ډلې جنگالیو د سمارا ښار ته چې د بغداد شمال ته په ۱۳۰ کیلومتري کې پروت دی ورسیدل. په دغې لار کې هغې ډلې د عراق ځینې نورې سیمی نینیف، انبار او صلاح الدین هم ونیولې.
د «عراق و شام اسلامی دولت» نومې ډله څه غواړي؟
د «عشاد» ډله غواړي چې له عراق څخه نیولې تر مدیترانې پورې یو اسلامي دولت جوړ کړي چې سخت شریعي احکام به په کې جاري وي. د دغې ډلې بیرغ تور دی. د آلمان د فرید ریښنایمن، له بنسټ څخه د عراق د چارو کارپوه فالکو والده، په نظر د نوموړې ډلې له خوا د موصول نیول په بغداد کې حکومت هک پک حیران کړ. دغه کار پوه یادونه کوي چې د دغې ډلې حملې البته ناڅاپي نه وې: « دغه ملیشی یعنې عراق او شام اسلامي دولت نومې ډله چې اوس د عراق د امینتي ځواکونو بر ضد جگړه کوي په ناڅاپی توگه پیاوړې شوې نه ده. د عشاد ډله نه یوازې په عراق بلکې په سوریې کې هم حضور لري. داسې ښکاري چې د دغو دوو هیوادونو پولې سستې شوې وي او د نوموړی ډلې جنگیالي له خپلو وسلو سره د دواړو هیوادو په منځ کې تگ راتگ کوي.»
د آلماني کارپوهې والده، په نظر یو بل دلیل چې دغه ډله یی پیاوړې کړې ده د عراق د صدارعظم نوري المالکي، کمزورتیا ده چې تر اوسه پورې نه دی توانیدلی له ټاکنو څخه وروسته یو پیاوړی حکومت جوړ کړی: «د مختلفو ډلو سیاستوالان په خبرو اترو بوخت دي. د عراق غښتلی سړی مالکي هڅه کوي چې د صدراعظم په توگه پاتې شي. په حقیقت کې د قدرت د تشې خطر لیدل کیږي.»
نوموړې کارپوه یادونه کوي چې د «عشاد» نومې ترهگرې ډلې د پیاوړتیا یو بل دلیل په عراق کې د سنی لږکیو او شیعه ډیریکیو تر منځ اختلافونه دي. د عراق سنیان احساس کوي چې هغوی سره د شیعه تر نفوذ لاندې د بغداد حکومت تبعیض کوي. والده یادونه کوی چې دغو ستونزو د «عشاد» د ډلې د نفوذ د پراختیا له پاره لاره هواره کړې ده.