1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما غواړي قدم پر قدم له افغانستانه عسکر وباسي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۷, چهارشنبه

امريکا متحده ايالات غواړي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي۹۸۰۰ عسکر پريږدي. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ويلي دي چي دغه عسکر به هم د ۲۰۱۶ کال ترپايه پوري په بشپړه توگه ووځي.

https://p.dw.com/p/1C808
انځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۲۷) په واشنگټن کي ويلي دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په نوي ماموريت کي چي هدف يې د افغان ځواکونو روزل او له تروريزم سره مبارزه ده نزدې ۱۰۰۰۰ عسکر په افغانستان کي پاته سي.

اوباما زياته کړه ده چي د دغو عسکرو شمېر به د ۲۰۱۵ کال ترپايه پوري نيمايي ته راکښته سي او د ۲۰۱۶ کال په پای کي به دغه ماموريت ختم سي لکه څو کاله دمخه چي له عراق څخه ټول عسکر ووتل. هغه زياته کړه ده په افغانستان کي به هغه مهال يوازي هغه شمېر امنيتي ځواک پاته سي چي په دغه هيواد کي د امريکا سفارت ساتنه کوي.

اوباما خپل پلانونه يوه ورځ دمخه تر هغه چي د چهارشنبې په ورځ د نيويارک په ويست پوينت پوځي اکاډمۍ کي د خپل بهرني سياست په اړه ستره وينا وکړي، اعلان کړي دي.

اوباما ويلي دي چي په ويست پوينت کي وينا «د امریکا متحده ايالاتو د بهرني سياست د نوي فصل» په اړه ده.

اوباما د سه شنې په ورځ په واشنگټن کي ويلي دي: «سږکال موږ د دې مسئوليت لرو چي د امريکا په تاريڅ کي اوږده جگړه به پای ته رسوو.»

اوباما زياته کړې ده چي «امريکايانو اوس زده کړه، چي دا ډيره ستونزمنه ده چي يوه جگړه پای ته ورسږي، تر هغه چي پيل سي.»

اوباما د افغانستان په اړه سياست روښانه کړ
اوباما د افغانستان په اړه سياست روښانه کړانځور: Reuters

اوباما اوس دې نتيجې ته رسېدلی دی چي په عراق او افغانستان کي تر يوې لسيزي زياتي جگړې وروسته اوس هغه وخت رارسېدلی دی چي يو نوی فصل پرانيستل سي. اوباما ويلي دي چي دا د امريکا متحده ايالاتو مسئوليت نه دی چي له افغانستان څخه يوه «بې عيبه» سيمه جوړه کي. د دغه هیواد مسئوليت اوس بايد افغانان پرغاړه واخلي.

خو په افغانستان کي د دغه نوي ماموريت د پيلېدو له پاره د کابل او واشنگټن ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون بايد لاسليک سي، چي تر اوسه لاسليک سوی نه دی. خو اوباما اميدواره دی چي په افغانستان کي د نوي جمهور رئيس په ټاکل کېدو سره به دغه سند لاسليک سي.

اوس په افغانستان کي نزدې ۳۳۰۰۰ عسکر مېشته دي. تر دې دمخه په ۲۰۱۱ کال کي دغه شمېر ۱۰۰۰۰۰ وو.

اوباما د يکشنبې په ورځ په يوه ناڅاپي څلور ساعته سفر د خپلو ځواکونو د لېدلو له پاره افغانستان ته ولاړ. هغه هلته له خپلو ځواکونو سره تر لېدو وروسته له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه تليفوني تماس کي له هغه سره په بگرام هوايي اډه کي د ليدلو غوښتنه وکړه خو دغه غوښتنه افغان حکومت رد کړه.

ناټو د اوباما د افغانستان د پلان ملاتړ کوي

بله خوا د ناټو يوه وياند د سه شنبې په ورځ ناوخته ماښام په بروکسل کي ويلي دي چي «موږ د امريکا متحده ايالاتو د هغه اقدام ملاتړ کوو چي د ناټو له خوا په پلان سوي نوي ماموريت کي د پام وړ شمېر ځواکونه ونډه اخلي.»

وياند زياته کړې ده چي ناټو اوس هم پرخپلي هغي ژمني ولاړ دي، چي په افغانستان کي د ايساف ځواکونو تر جنگي ماموريت وروسته هم خپل يوشمېر سلاکاران او روزونکي پريږدي.