ايا داعش اوس سني مسلمانان هم وژني؟
۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبهد «اسلامي دولت» جنګياليو د عراق د البو نمر قبيلې يو شمیر غړي چي پکښي نارينه، ښځي او ماشومانو هم شامل ول په يوه قطار کي ودرول او وروسته يې په ډزو ووژل. ياده قبيله د الفرات پر سند د تړل سوي اوبو د بند په سيمه حدیثه کي میشته ده. ويل کيږي چي د «اسلامي دولت» جنګياليو د دغې قبيلې تر ۳۰۰ څخه زيات غړي په دې دليل وژلي دي چي د دوی د خلافت او د هغه د قواعدو د منلو څخه يې انکار کاوه.
ويل کيږي چي د «اسلامي دولت» ډله نه شعيه ګان پرېږدي، نه مسيحيان، نه يزيدان، نه ترکمنان او نه هم شبک پرېږدي. په عراق کي ګڼ شمیر ديني او مذهبي ډلې د دغو وسله والو څخه زيانمني سوي دي. خو ايا اوس «اسلامي دولت» د خپلو ديني او مذهبي ورونو يعني سنيانو په وژنه هم لاس پوري کړی دی؟ د عراق د انبار ولايت څخه د پورته سوو ادعاو څخه همدغه څرګنديږي.
د انبار ولايت چي د مساحت له مخي د عراق تر ټولو لوی ولايت دی، ورڅخه په ډېر مشکل سره خبرونه دباندي رارسيږي. په بغداد کي د نوري الماليکي د لومړي وزارت پر وخت هغه د انبار څخه د خبر پر خپرولو بنديز لګولی وو. يادي سيمي ته د ژورنالستانو پر ورتګ هم بنديز دی. د نوري الماليکي وروسته چي کله حيدر العبادي لومړی وزير سو، نو هغه هم د انبار څخه پر خبر خپرېدو بنديز قايم وساته.
په انبار کي د «اسلامي دولت» د جنګياليو له خوا د سني مسلمانانو د ادعا سويو وژنو خبر په بغداد کي د حکومت له خوا په رابلل سوې يوه ناسته کي ورکړل سو. په دغه غونډه کي د پلازمیني په شمال کي د پرتو ولايتونو څخه قومي مشرانو ګډون کړی وو. دغه غونډې ته بلنه د بغداد حکومت ورکړې وه. په غونډه کي پر دې د نظرونو تبادله وسوه، چي د «اسلامي دولت» پر ضد څه ډول مبارزه تر سره کیدلای سي. داسي يوه مبارزه چي پر یوې مشترکې ستراتیژي ولاړه وي.
خو اوس هم يو شمیر قبيلې سته چي د «اسلامي دولت» پر ضد د بغداد د حکومت سره همکاري او ګډ کار ته چمتو نه دي. البو نمر هغه قبيله ده چي په ښکاره او قاطع توګه يې د «اسلامي دولت» پر ضد د بغداد سره ملاتړ اعلان کړی وو. خو دغه ملاتړ هغوی ته د ګڼ شمیر انسانانو په ژوند تمام سو. په ټوليزه توګه د قبيلو دننه د غېر يقينۍ حالت ادامه لري.
په ياده غونډه کي د «عراق د ملتپالو قبايلو» د ډلې مشر شيخ مطلب الميساري هم ګډون کړی وو. نوموړی د فلوجې د يوې سني مذهبه قبيلې مشر دی او ويې ويل چي ده ته ګواښونه سوي دي. خو دغه ګواښونه د شعيه مذهبه لومړي وزير نوري الماليکي په دوره کي ورته د حکومتي کسانو له خوا سوي ول. نوري الماليکي په دې تورنيږي چي د عراق د اوسني مذهبي بحران په رامنځ ته کولو کي يې لوی لاس درلود ولي چي د ادعاو له مخي نوموړي د سني مذهبو پر ضد سخت تبعيض کاوه.
شيخ مطلب الميساري وايي چي د شعيه لومړي وزير شعيه عسکر يې د قبيلې کورونو ته ور واوښتل او ټولي وسلې يې ورڅخه واخيستې. د نوموړي د ادعا له مخي دغو شعيه عسکرو د دغي قبيلې يو شمېر نارينه او ښځي د ترهګرۍ په تور ونيولې. دی وايي چي شعيه مذهبه قبيلو ته بيا برعکس حکومت هم وسلې ورکړې او هم نور مهمات. د نوموړي په وينا دا چي د المالکي حکومت د دوی څخه وسلې اخيستي وې، نو کله چي داعش يا د «اسلامي دولت» جنګيالي د دوی سيمي ته راغلل، دوی د ځان څخه دفاع نه سوای کولای. د شيخ الميساري په وينا دا چي د فلوجې خلک د المالکي د حکومت له خوا ډېر زهير کړل سوي ول، نو د «اسلامي دولت» له پاره په فلوجه او په مجموع کي د انبار په ولايت کي پښه ځايول ډېر آسانه کار وو.
په غونډه کي راغلو استازو په انبار کي د آسمان سره د خبري کونکو لوړو قيمتونو څخه شکايت درلود. د فلوجه يو بل کس شيخ عبدالله ابو طارق وويل چي د پخلي له پاره د استعمالېدونکي ګاز قيمت ۹ چنده جګ سوی دی.
سني مذهبه قبيلو د «اسلامي» دولت پر ضد د بغداد د حکومت سره د ملګرتیا له پاره څو شرايط ايښي دي چي د شيخ الميساري په وينا تر اوسه يو يې لا هم نه دی پوره سوی. د دغو شرطونو څخه يو دا هم دی چي د عراق حکومت په فلوجه او نورو سيمو کي پر ولسي خلکو روانه بمباري ودروي. خو شيځ الميساري وايي چي همدا اوس ورته د تليفون له لاري معلومات ورکړل سول چي بمباري لا ادامه لري.