«امريکايانو پوښتني ګرويږني را څخه وکړې»
۱۳۹۱ آبان ۷, یکشنبهعمران خان د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۷) په خپله تويتر پاڼه کي ليکلي دي، چي امريکا ته د سفر پرمهال د کاناډا د تورنتو په هوايي ډګر کي د امریکايي مامورينو له خوا ونیول سو او د بې پيلوټه الوتکو په اړه پوښتني ګرويږني ځنی وسوې.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د دغه پاکستاني سياستوال موقتي نيونه تاﺉيد کړې ده او ويلي ﺉې دي، چي هغه ﺉې تر لنډ وخت وروسته ازاد کړی دﺉ.
د بهرنيو چارو وزارت دا نه دي ويلي، چي عمران خان ﺉې ولي نيولی وو، خو يادونه ﺉې کړې ده:«ستونزه حل سوه او خان متحده ايالاتو ته ښه راغلی.»
عمران خان چي د رواني مياشتي په لومړيو کي ﺉې په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو پرضد يو ستر لاريون وکړ، د شنبې په ورځ د تويتر پاڼي له لاري خبر ورکړی دﺉ، چي پخپل هيواد کي به د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو پرضد خپل مخالفت ته دوام ورکړي.
هغه ليکلي دي:«هيڅ شی نسي کولای چي دغي موضوع ته بدلون ورکړي.» هغه زياته کړې ده:«زه په کاناډا کي د امريکا د مهاجرت مامورينو له خوا له الوتکي څخه را کښتل کړل سوم او پوښتني ګرويږني را څخه وسوې.»
د عمرخان سياسي ګوند«تحريک انصاف» هم خبر ورکړی دﺉ، چي خان د لوی اختر په لومړی ورځ په نيويارک کي يوې جوړي سوي غونډي ته ناوخته ورسېد.
د يادولو وړ ده، چي د رواني مياشتي په لومړيو کي پاکستاني ځواکونو د دغه هيواد د شمالي وزيرستان سيمي ته د عمران خان د مارش د ورتګ مخه ونيوله. دا په داسي حال کي ده، چي عمرخان د پاکستان دولت په دې تورنوي چي امريکايانو ته ﺉې په خپل هيواد کي د عملياتو اجازه ورکړې ده.
خان دغه راز داسي ښوولې ده، چي که چيري د راتلونکي کال ټاکني وګټي نو د خپل هيواد پوځ ته به د بې پيلوټه الوتکو د ويشتلو لارښوونه وکړي.
په لندن کي د «تحقيقي خبريالانو دفتر» د معلوماتو پر اساس په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي د دغه هيواد له ۲۶۰۰ څخه تر ۳۴۰۰ تنه وګړي وژل سوي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د امريکا متحده ايالات وايي، چي بې پيلوټه الوتکي د وسله والو طالبانو د مشرانو او القاعدې د غړو په ښکار کي ډيري ګټوري دي او د ملکي وګړو مرګ ژوبله پکښې ډيره لږ ده.
يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چي د عمران خان د بې پيلوټه الوتکو د عملياتو پرضد ږغ په هغه هيواد کي د امريکا ضد احساسات اور ته لمن وهل دي، ځکه چي دی ولي په دغه هيواد کي د طالبانو او يا حتی پوځ پر جنايتونو باندي نيوکي نه کوي.
رويترز/ فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض