1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلک: د عمران خان مارش سياسي هدفونه لري

۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبه

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ډله وايي، چي مارش ئې په دغه هيواد کي د بې بيلوټه الوتکو د بريدونو د بنديدو له پاره دئ. خو يو شمېر سيمه ييز خلک وايي چي سياسي هدفونه لري.

https://p.dw.com/p/16LsH
Chairman of Pakistan Tehreek-e-Insaf Imran Khan (C) waves during a protest rally against the reopening of the NATO supply route to Afghanistan, in Peshawar on July 14, 2012. Tensions have been high since Pakistan last week decided to reopen its Afghan border to NATO supply convoys, ending a seven-month blockade following negotiations with US officials. The seven-month blockade was enforced following a US air raid in November 2011 that killed 24 Pakistani soldiers. AFP PHOTO/A MAJEED (Photo credit should read A Majeed/AFP/GettyImages)
Bildergalerie Cricket Imran Khan Politikانځور: Getty Images

راپورونه وايي، چي د پاکستان حکومت د عمران خان د ډلي تحريک انصاف د مارش مخه بنده کړې ده. ويل کيږي چي د دې مارش د مخنيوي له پاره پر سړكونو باندي كانټينرونه اچولي دي او لاره ئې ورته بنده كړې ده.

دغه مارش چي اوږدوالی ئې نزدې اتو کيلومترو ته رسيږي، شاوخوا ۴۵۰۰ موټرو ته رسيږي.

د پاکستان حكومت وايي، چي ياده سيمه نا امنه ده او د امن په نامه دغه مارش دي په ټانک كي پاى ته ورسېږي او خپله جلسه دي هم دلته وكړي. خو دغه ډله بيا وايي، چي دوى به ځي او د وزيرستان په كوټكۍ سيمه كي به د سيمي له خلګو سره ويني او د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د بندولو غوښتنه به كوي.

د تحريک انصاف د ډلي مشر عمران خان په ډېره اسماعيل خان كي د لاريون تر پيلېدو د مخه له خبريالانو سره په خبرو کي وويل:

«د نړۍ يو قوت هم موږ وزيرستان ته له تلو څخه نه سي را ګرځولای. موږ به د امريكا د څارګرو الوتكو د بريدونو پر خلاف په ټوله نړۍ كي ږغ  پورته کړو.»

A security official escorts a vehicle carrying Imran Khan, cricketer-turned-politician and head of Pakistan Tehreek-e-Insaf (PTI) as he leads a peace march against U.S. drone strikes from Islamabad to South Waziristan on October 6, 2012. About 1000 PTI supporters including U.S. peace activists took part in a peace march which started on Saturday from Islamabad and due to reach South Waziristan on Sunday, according to local media. REUTERS/Faisal Mahmood (PAKISTAN - Tags: POLITICS CIVIL UNREST)
Protestzug gegen US-Drohnenangriffe in Pakistanانځور: Reuters

خو د سيمي خلګ او سياسي شنونكي باور لري چي د دې مارش هدف د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د بندولو غوښتنه نه، بلكي خپل سياسي كمپاين چلول دي.

كه څه هم د مذهبي ډلي مشر مولانا فضل الرحمن چي په وزيرستان كي زيات پلويان لري وزيرستان ته د عمران خان ورتګ خطرناک بولي، خو عمران خان ووايي:

«زه له وسله والو طالبانو څخه هيڅ وېره نه لرم، كه يې لرم نوهغه له فضل الرحمن څخه ده. هغه زما له محبوبيت څخه وېره لري.»

عمران خان وويل: «دولت د امن پر مارش باندي اعتراض کوي، زه په دعوه سره وايم چې دغه لاريون به يوه تاريخي بڼه ولري، ډېرى نړيوال هم د دغه لاريون له پاره راغلي او راسره ملګري دي.»

Pakistan's ex-cricket star-turned-politician Imran Khan, center, is surrounded by his supporters as he arrives to lead what organizers are calling the "peace march," in Islamabad, Pakistan, Saturday, Oct. 6, 2012. Hundreds of Pakistanis, joined by dozens of American activists, set off Saturday on a motorcade "march" to protest against U.S. drone strikes, hoping to reach a militant-riddled Afghan border region that has been the focus of many such attacks. (Foto:AP/dapd)
Protestzug gegen US-Drohnenangriffe in Pakistanانځور: AP

خو سيمه ييز خلک بيا دغه مارش ته د شک په سترگه گوري او وايي، چي دا مارش د سولي له پاره نه، بلکي خپلي سياسي موخي لري.

په دې دوه ورځني لاریون کې د جګړې ضد یوه دېرش كسيزه ډله هم ګډون لري، چي زياته برخه ئې ښځي دي.

د عمران خان تحريک انصاف ډله تر دې وړاندي هم د دغه بريدونو پر خلاف په پېښور او اسلام اباد كي د احتجاج په توګه راوتلې وه، خو چندان نتېجه ئې ورنه كړه.

حبيب تاثير/کوټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل