افغان ځواکونو د ترینکوټ په جګړه کې پرمختګ کړی
۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعهد افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد دادمنش، ویلي دي چې افغان پوځ او پولیس د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د ډیری ستراتیژیکو سیمو کنترول بیرته په خپل لاس کې نیولی دی.
د دغه افغان چارواکي په خبره یوازې د ښار په شمال ختیځې برخه کې پراګنده نښتې روانې دي. تر دې مخکې طالبان د ترینکوټ ښار د ډیر شمیر سیمو په نیولو توانیدلي وو چې له کبله یې کابل دې سیمې ته د اضافي سرتیرو په استولو اړ شو.
د دفاع وزارت د دغه ویاند په خبره د ارزګان په جګړه کې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له ۸۰ څخه ډیر طالبان وژل شوي. هغه په دې سیمه کې د روانې جګړې له کبله د رامنځ ته شویو ملکي او پوځي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د ترینکوټ په جګړه کې امریکایي پوځیان هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. په وروستیو وختونو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او جګړه یې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو ته غځولې ده.