1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا روزګان د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

په افغانستان کې میشتو ناټو ځواکونو د روزګان وضعیت «حساس» ګڼلی دی. طالبان اوس د دغه ولایت د مرکز د نیولو هڅې کوي خو افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د هغوی بریدونه یې پر شا تمبولي دي.

https://p.dw.com/p/1IgIG
افغان امنيتي ځواک
انځور: Getty Images/Afp/Rahmatullah Alizada

یاغیانو تیره میاشت د روزګان مرکز ترینکوټ د نیولو په موخه خپل بریدونه شدید کړل. دغه سیمه نه یوازې د مخدرو موادو د تجارت له اړخه یاغیانو ته ډیر ارزښت لري، بلکي د ناټو د قوماندانانو په حواله، که یاغیان په بشپړه توګه د روزګان په نیولو وتوانیږي، نو هغوی د دې وړتیا پیدا کوي چې پر هلمند او کندهار ولاتونو باندي هم بریدونه وکړي.

یاغیان هڅه کوي چې د ترینکوټ او وسلوالیو ارتباط سره قطعه کړي او له همدې کبله یې تیره اوونۍ له افغان امنیتي ځواکونو سره د تيري او کندهار ترمنځ په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې سړک د نیولو په موخه سخته جګړه پیل کړه.

له دې جګړه سره پر افغان امنیتي ځواکونو فشار لا ډیر شوی دی، ځکه همدااوس هم دغه ځواکونه د کندز او هلمند په گډون په ډیرو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د افغان پوځ د ۲۵۰ قول اردو یوه ویاند محمد محسن سطاني، ویلي دي چې که څه هم اوس دغه لاره پرانيستل شوې ده، خو وضعیت اوس هم بې ثباته دی او د سړک پر غاړه د ماينونو ګواښ موجود دی.

هغه زیاته کړې ده: «موږ یو متقابل برید پيل کړ چې په پایله کې یې طالبانو ډیر تلفات ورسېدل او لویه لاره پرانیستل شوه، خو اوس هم د سړک د غاړې مایونونو ګواښ شته چې زموږ انجنران یې د شنډولو په حال کې دي.»

د روزګان پولیسو قوماند ضیا دراني، ویلي دي چې اوس له هغوی سره له طالبانو څخه د سیمې د پاکولو په عملیاتو کې د کندرهار امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق، هم یوځای شوی دی.

په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو یوه ویاند برید جنرال چارلز کلیو لند، ویلي دي چې په سیمه کې وضعیت «حساس» دی، خو هغه ویلي دي چې په دې جګړه کې په لنډ وخت کې د طالبانو د بریا نښانې نه لیدل کیږي.

هغه زیاته کړې ده: «موږ وضعیت له نزدې څارو او د روزګان په اړه جدي اندیښنې موجودې دي. موږ فکر نه کوو چې روزګان او یا هم ترینکوټ به د طالبانو لاس ته ولویږي، خو موږ وضعیت له نزدې څارو.»

«طالبان هر چیري حضور لري»

رزګان د کندهار او هلمند ګاونډی ولایت دی. دغه ولایت د افغانستان له وروسته پاتو ولایتونه څخه ګڼل کیږي او یوازي اته سلنه اوسیدونکي یې بریښنا ته لاسرسي لري. په دې ولایت کې غرنۍ سیمې ډیري زیاتې دي او له همدې کبله طالبانو ته د دې امکان ورکوي چې خپله چرکي جګړه په موثره توګه پر مخ یوسي. طالبانو تر ۲۰۱۵م کال مخکې په دغه ولايت کې له استرالیایي او هالندي ځواکونو سره جګړه کړې وه.

تر اوسه پورې لا روزګان ته اضافي بهرني ځواکونه نه دي استول شوي چې د طالبانو د بریدونو په تمبولو کې له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي. په روان کال کې، کله چې په هلمند کې وضعیت حساس شو، ناټو د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه پر طالبانو باندې هوایي بریدونه وکړل.

په روزګان ولایت کې جګړه، د افغانستان د کړکیچ پېچلتيا او د لیري پرتو سیمو د کنترول ستونزمنتیا په ډاګه کوي. تر اوسه پورې لا د کابل حکومت چې ویل کیږي د افغانستان دوه پر دریمه برخه کنترولوي، د لیري پرتو سیمو امنیت په ټینګښت کې پاته راغلی دی.

د روزګان د ولایتي شورا مشر عبدالکریم خادمزی، ویلي دي: «طالبانو ماته نه ده خوړلې. هغوی هر چیري دي. بې له یوې ولسوالۍ نور د ټولو ولسوالیو د مرکزونو واټونه تړل شوي دي او دولت یوازي د ولایت مرکز کنترولوي.»

د طالبانو انترنتي پاڼي د ملا امین الله یوسف، چې ویل شوي دي د روزګان ولایت مسئول دی، یوه مرکه خپره کړې ده. هغه ویلي دي: «که د ولایت مرکز ونیول شي او آزاد شي، نو دا به په حتمي توګه دښمن ته یوه لویه ضربه وي، ځکه هغوی به په دې ولایت کې خپل یوازنی د پښې ځای له لاسه ورکړي.»

اوس په افغانستان کې د کوکنارو حاصلاتو د ټولو وخت دی. طالبان هم له هغو کروندګرو څخه چې دغه بوټی کري، پیسې ترلاسه کوي.

یو سیمه ایز مشر امان لله هوتکي، وایي د طالبانو تر کنترول لاندي سیمو کې د خلکو له پاره ژوند ډیر ستونزمن شوی دی. هغه زیاتوي: «په هغو ولسوالیو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندي دي، د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي او روغتونونه نه شته. کله چې خلک کندهار ته د درملنې له پاره ورځي نو پر لویه لاره وژل کیږي.»