د انترنتي خونديتوب ملي کړنلاره پلي کیږي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۱, سهشنبهد افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې (اترا) مشر خیر محمد فیضي، د سې شنبه په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی پر یوې داسې ستراتیژي باندې کار کوي چې له پلي کیدو سره به یې د افغانستان ټول انترنتي حریم د هکرانو له بریدونو څخه خوندي شي. ښاغلي فیضي زیاته کړه: «موږ یو لړ تدابیر تر لاس لاندې نیولي دي ترڅو د هغو بریدونو مخه ونیسو چې زموږ پر سیستمونو باندې له بهر او دننه څخه کیږي او زموږ د یو شمیر معلوماتونو د له منځه وړلو، یو شیمر ویبپاڼو د بندیدو او زیانمنیدو لامل کیږي.»
تر اوسه پورې افغانستان داسې څه نه لرل چې له مخې یې د انترنت د کاروونکو خونديتوب تضمین شي. نو له دې کبله ډیر شمیر افغانانو شکایت لاره چې په هیواد کې یې انترنتي فعالیتونه هیڅ ډول مصونیت نه لري. تیر کال د افغانستان د ملي امنیت شورا انترنتي پاڼه د هکرانو تر برید لاندې راغله چې د څو ورځو له پاره یې له کاره وغورځوله.
که څه هم افغانانو یوازې په وروستیو څو کلونو کې انترنتي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړی دی خو بیا هم دې تکنالوژي په ډیر کم وخت کې د پام وړ وده کړې ده. اوس مهال افغانان په خپلو ګرځنده تلیفونونو کې له دریم نسل یا 3G تکنالوژي څخه ګته پورته کوي. د افغانستان د مخابراتو وزارت د شمیرو له مخې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه کسان له انترنتي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي.
د انترنت د برخې کارپوهان په دې اند دي چې اوس مهال په افغانستان کې د انترنت شبکې هیڅ راز مصونیت نه لري ځکه ډیر شمیر د انترنتي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه له پاکستاني سپوږمکیو څخه کار اخلي. دغه سپوږمکۍ افغان انترنتي شرکتونو په کرایه نیولي دي.
افغان دولت څه موده مخکې اعلان کړی وو چې غواړي ډیر ژر یوه سپوږمکۍ فضا ته واستوي ترڅو وکړای شي افغاني انترنتي او تلویزیوني خدمتونه یې په مرسته په کمه بیه او خپلواکه توګه افغانانو ته عرضه کړي. خو تر اوسه پورې فضا ته د دغې سپوږمکۍ د استولو په اړه نور جزئیات نه دي بربنډ شوي.