1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه ويله د ويبلاگونو د سيالۍ گټونکي اعلان سول

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

د دویچه ویله د ویبلاګونو د سیالیو ۱۵غړي لرونکي حکم هئیت په شبږو برخو یا کتگوریو کې د دې سیالۍ گټونکي وټاکل. دغه شپږ کسان تر ډیرو اوږدو ارزونو وروسته د ۴۲۰۰ گډونوالو له ډلې څخه ټاکل شوي دي.

https://p.dw.com/p/18TVQ
Most Creative and Original - Me and My Shadow Schlagworte: Bobs 2013 ### Achtung: Nur im Zusammenhang mit der Berichterstattung über diese Website verwenden! ###
Webseiten der diesjährigen Bobsgewinner 2013انځور: myshadow.org

د دویچه ویله د ویبلاگونو سیالي یا "The Bobs - Best of Online Activism" په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوې. د دغو سیالیو هدف د بیان د آزادۍ ملاتړ او په انترنت کې په آزاد ډول د خپلو نظرونو بیانول دي. سږ کال په دغو سیالیو کې په شپږو کتگوریو کې دغه ويبسایتونه او ویبلاگونه د جایزو گټونکي شول:

تر ټولو غوره ویبلاگ (‌Best Weblog)

چینایي لیکوال او کولمیست (مقاله لیکونکی) لي چنگپنگ، د دویچه ویله د ویبلاگونو په سیالۍ (BOBs) کې د تر ټولو غوره ویبلاگ جایزه گټلې ده. هغه په چین کې له سانسور سره د مبارزې په برخه کې په یوه پیژندل شوي شخصیت باندي بدل شوی دی. چیناني چارواکو دغه لیکوال ته اجازه نه وه ورکړې چې د خپل نوي کتاب چې د «ټوله نړۍ پوهیږي» تر عنوان لاندې لیکل شوی دی، د معرفي په سفر کې خبري وکړي.

نو له دې کبله هغه په دې سفر کې یو ماسک او بلوز واغوستل چې ورباندې لیکل شوي ول: «زه له تاسو ټولو سره مینه لرم.» اوس په چین کې دغه ماسک او بلوز په یوه سمبول باندي بدل شوي دي.

د دویچه ویله د ویبلاگونو په سیالۍ کې د ژوري هیئت غړی هویانگ، وايي: «هغه د ځوان نسل له پاره یو مثال دی. دی ځوان نسل دې ته تشویقوي چې له حالاتو سره سم د سانسور پر ضد مبارزه وکړي.»

د ټولنیزې فعالتیا تر ټولو غوړه کمپاین (Best Social Activism Campaign)

انتر نيتي کمپاين
انتر نيتي کمپاينانځور: facebook.com/475LeFilm

«د مراکشي ځوانانو ۴۵۷ ابتکار» د دویچه ویله د ویبلاگونو په سیالۍ کې د تر ټولو غوره انترنتي کمپاین جایزه گټلې ده. په مراکش کې که یو جنسي تیری کوونکی له هغي نجلۍ سره واده وکړي چې ورباندي یې تیری کړی دی، نو ورته قانوني جزا نه ورکول کیږي. دغه موضوع د دې هیواد د قانون په ۴۵۷ ماده کې راغلې ده. دغو ځوانانو په خپل کمپاین کې د مراکش د ښځو له حقوقو څخه دفاع کوله. د دویچه ویله د ویبلاگونو د سیالۍ ژوري هیئت وایي: «دا په ټوله نړۍ کې هغو کسانو ته یو ډیر مهم پیغام وو چې د ښځو له حقوقو څخه دفاع کوي.»

تر ټولو غوره نوښت (Best Innovation)

په دې کتگوري کې د FreeWeibo.com ویپاڼې د دویچه ویله د ویبلاگونو جایزه گټلې ده. دغه ویبپاڼه د چین د دولت له خوا د رسنیو د سانسور د څرنگوالي په اړه معلومات وړاندې کوي.

بې سرحده خبریالان (Reporters Without Borders)

په پوځي يونيفورم کي يو تن يو بل پر سر په لغته وهي
په پوځي يونيفورم کي يو تن يو بل پر سر په لغته وهيانځور: fabbikouassi.wordpress.com

سږ کال په دې برخه کې د دویچه ویله د ویبلاگونو په سیالۍ کې فیبي کاوساسي، د گټونکې په توگه اعلان شوې ده. دغه ویبلاک لیکونکې د تاگو په افریقایي هیواد کې فعالیت کوي. هغه په خپل ویبلاک کې د خبریالانو پر ضد د پولیسو بد چلند منعکسوي.

د دویچه ویله د رسنیو د نړیوالې جرگه گې جایزه (Global Media Forum Award)

په دې بخش کې له بنگلدیش څخه د "Infolady" په نوم یوې پروژې د دویچه ویله د ویبلاگونو جایزه گټلې ده.

د دې پروژې په ترڅ کې یو شمیر ځوانې میرمنې پر بایسلکونو داسې ځاینونو ته ورځې چې خلک یې انترنت نه لري. دوی بیا د خپلو کرځنده کمپیوترونو د انترنت له لارې د دغې سیمې د اوسیندونکي روغتیایي او زراعتي پوښتنو ته ځوابونه پیدا کوي.

د دوی له پاره پريکړه اسانه کار نه وو
د دوی له پاره پريکړه اسانه کار نه ووانځور: DW/Jan Röhl

تر ټولو خلاق او نوې پروژه (Most Creative & Original)

دا چې موږ په انترنت کې له ځان څخه کومې نښانۍ پر ځای پریږدو د "Me and My Shadow" انترنتي پانې موضوع ده. دغه انترني پاڼې خپلو کاروونکو ته پا انترنت کې په امن توگه د کارکولو لارې چارې ښيي.