1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان او امریکايي مشرانو سره خبري وکړي

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه

ولسمشر کرزي د جمعې په ورځ له ولسمشر اوباما سره د تیلیفون پر کرښه خبري وکړي. دواړو مشرانو د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه د امریکایي جنگي سرتیرو پر وتلو باندي تینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/14M0f
انځور: AP

افغان او امریکايي مشرانو یو ځل بیا ټینگار وکړ چې نړیوال ځواکونه به له افغانستان څخه د مخکیني پلان له مخي ووځي. اوس په افغانستان کې د امنیت د لیږد بهیر د پلي کیدو په حال کې دئ. د دې بهیر په ترڅ د افغانستان امنیتي مسئولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي. په پلان کې ده چې دا بهیر به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري بشپړ شي او په دغه کال کې به ټول نړیوال جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د افغان ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوي وینا کې راغلي دي چې کرزي او اوباما په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې د لیزبون د پریکړي پر اساس به له افغانستان څخه نړیوال ځواکونه خپلو هیوادونو ته ستانه شي. په وینا پاڼه کې زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري افغانانو ته د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو پر سر یو ځل بیا موافقه کړې ده.

د افغان ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي: «دواړو ولسمشرانو پر دې خبري موافقه وکړه چې د ولسمشر کرزي د هغې اندیښني په اړه نوري خبري اتري وکړي چې غواړي نړیوال ځواکونه له کلیو څخه ووځي.»

دا په داسي حال کې ده چې د المان پخواني لوی درستیز هارالد کویات، له یوې ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه فکر کوي د افغانستان جگړه نوره بیهوده شوې ده. هغه ویلي دي کله چې کوربه هیواد نه غواړي چې نړیوال ځواکونه دې پکښي میشت وي نو نړیوال ځواکونه کیدای شي چې مخکي له وخته له دغه هیواد څخه ووځي.

افغان ولسمشر د جمعې په ورځ پر امریکا نیوکي وکړي او وویل چې دغه هیواد د کندهار د پېښي په ځیړلو کې له افغان پلاوي سره په کافي اندازه همکاري نه ده کړې. هغه همداراز دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا د کندهار پېښه یوازي د یوه وګړي له خوا رامنځ ته شوې ده او که دغه وکړي نور ملګري هم درلودل.

د افغانستان او امریکا په وروستیو شخړیزي شوي دي. د دغو هیوادونو اړیکي له هغه وروسته ستونزمني شوي چې د بګرام په پوځي اډه کې یو شمیر امریکايي سرتیرو قرآن شریف ته اور ورته کړ. تر هغه وروسته بیا یوه امریکايي سرتیري د کندهار په ولایت د ماشومانو په ګډون ۱۶ ملکي وکړي ووژل.

تر دې پېښو وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د مخکي له وخته وتلو غوښتني شوي دي.

فرانس پرس، اسوشیتد پرس، د المان خبري آژانس/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم