1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"له افغانستان څخه د پخواني پلان له مخي وځو"

۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر هغه اټکلونه رد کړل چې وایي په کندهار کې د یوه امریکایي سرتیري له خوا د افغان ولسي وګړو د وژلو پېښه ښایي له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د سرتیرو د وتلو لړۍ ګړندۍ کړي.

https://p.dw.com/p/14LSX
انځور: Reuters

اوباما وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو لړۍ لا مخکي پیل شوې ده او له پلان سره سم په ځینو ولایاتو کې امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي. اوباما وویل چې د ناټو په راتلونکي غونډه کې به د افغانستان د امنیت د لیږد د بهیر په اړه خبري اتري وشي. اوباما وویل:

«د دې له پاره چې افغانان وکولای شي چې په ۲۰۱۴ کال کې په بشپړه توګه امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي روان ماموریت به په ۲۰۱۳ کال کې تر زیاتي کچي ملاتړ کونکي بڼه غوره کړي.»

اوباما ویلي دي چې ناټو به په افغانستان کې خپل ماموریت په ښه ډول سر ته ورسوي. دا په داسي وخت کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیتا افغانستان ته تللی دﺉ او له افغان ولسمشر حامد کرزي او له امریکایي پوځیانو سره ئې له نزدی لیدلي دي. پنیتا له هغه وروسته افغانستان ته تللی دﺉ چې د تیري یکشنبې پر ورځ په کندهار کې یوه امریکایي سرتیري په یوه کلي کې ۱۶ ولسي وګړي ووژل.

پنیتا له کرزي سره تر لیدني کتني وروسته وویل چې هغه د نوموړې پېښي له امله له افغانانو څخه بخښنه غواړي. پنتیا اعتراف وکړ چې امریکایي سرتیري په افغانستان کې له یوي سختې «آزمویني» سره مخامخ دي خو زیاته ئې کړه چې مهمه خبره دا ده چې د دغي آزمویني پر وړاندي متحده ایالات څه ډول غبرګون ښکاره کوي.

په کندهار ولایت کې د یوه امریکایي سرتیري له خوا د ولسي وګړو د وژلو پېښي په افغانستان کې او له دغه هیواد څخه بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له نوموړي پېښي وروسته له خپل هیواد څخه د ناتو د جنګي سرتیرو د وتلو د لړۍ د ګړندۍ کولو غوښتنه کړې ده. کرزي وویل چی نړیوال سرتیري دې له ټاکل شوي نیټي څخه یو کال مخکي له افغانستان څخه ووځي. هغه وویل: « دواړه خواوي باید سره په ګډه کار وکړي چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغانانو ته امنیتي مسئولیت د ۲۰۱۴ کال پر ځای په ۲۰۱۳ کال کې په بشپړه توګه ولیږدول شي.»

که څه هم دغسی غوښتني له دې مخکي د افغان ولسمشر له خوا په مختلفو وختونو کې شوي دي خو د هغه د پنجشنبې د ورځي غوښتني د افغانستان متحدین حیران کړي دي.

د کرزی د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې «ولسمشر د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پنیتا سره په لیدنه کتنه کي غوښتنه وکړه چې نړیوال ځواکونه دې د افغانستان له کلو او باڼدو څخه ووځي او په خپلو اډو کې دې میشت شي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش