«افغانستان کي ۱۰۰۰۰ امريکايي سرتيري پاتيږي»
۱۳۹۱ آذر ۶, دوشنبهدغي ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۵) د امريکا د متحده ايالاتو د يوه لوړپوړي چارواکي، چي نوم ئې نه دئ اخيستل په حواله لیکلي دي، چي دغه پلان په افغانستان کي د امريکايي جنرال جان الن له طرحي سره سرخوري.
د ورځپاڼي په خبره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ امريکايي سرتيري د پاتېدو سپارښتنه کړې وه.
خو کارپوهان په دې نظر دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته وظايفو د ترسره کېدو له پاره نزدې ۳۰۰۰۰ سرتيرو ته اړيتا ده. دغه ځواکونه بايد له افراطيت سره د مبارزې له پاره افغان امنيتي ځواک و روزي.
اوس په افغانستان کي نزدې ۶۷۰۰۰ امريکايي سرتيري مېشته دي او پرهغو سربيره د ناټو۳۷۰۰۰ عسکر او ۳۳۷۰۰۰ افغان امنيتي ځواک د هيواد امنيت ساتي.
د رواني مياشتي په نیمايي کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکا متحده ايالاتو د پوځي حضور پر سر باندي د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري اتري پيل سوې.
داسي اوازې دي، چي افغان ولسمشر حامد کرزی په خپل هيواد کي د امريکايي ځواکونو له پاتېدو سره موافق دئ.
خو د والستريت ژورنال د معلوماتو له مخي، د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه ستره غوښتنه دا ده، چي د جرم په صورت کي دي، امريکايي ځواکونه په افغانستان کي محاکمه سي.
له افغانستان سره د ستراتېژيک سند تر لاسليکولو وروسته د امريکا متحده ايالاتو ويلي ول، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان د پوځي حضور پر سر به له افغان چارواکو سره خبري پيل کړي.
افغان چارواکو ويلي ول، چي په ستراتيژيک سند کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکا د پوځي حضور په اړه څه نه سته او په دې اړه له امريکايي ځواکونو سره خبري پيل کړي، چي نزدې يو کال به دوام وکړي.
د ستراتيژيک سند د لاسليکولو په مخ کي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو تر کنترول لاندي زندانونه ول، چي وروسته بيا دواړي خواوي موافقې ته سره ورسېدل.
فرانس پرس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم