1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د امريکايي پوځي اډو په اړه معلومات غواړي

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه

يوه افغان چارواکي د امريکا له متحده ايالاتو څخه غوښتي دي چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د خپل پوځي حضور د څرنگوالي په اړه معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/14W04
انځور: AP

د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند، ايمل فيضي ويلي دي چي افغانستان له متحده ايالاتو سره د راتلونکو همکاريو پر څرنګوالي او دا چي د افغانستان له پوځ سره به څه ډول مرسته کوي، په روانو خبرو اترو کي د تفصيلي معلوماتو په لټه کي دي.

هغه له رويترز خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «دا زموږ د انديښي وړ موضوعات دي. موږ غواړو چي پوه شو چي هغوی څه غواړي، څه شمېر امريکايي سرتيري پاتيږي او د هغوی ماموريت به څه وي. او په بدل کي امريکا زموږ له امنيتي ځواکونو سره څه ډول مرستي کوي.»

له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون پر سر خبرو اترو کي ستونزمنه موضوع دا ده چي د امريکا متحده ايالات غواړي چي يو محدود شميرسرتيري هلته وساتي، ترڅو په افغانستان کي بيا القاعده او يا نوري ترهګري ډلي خوندي ځايونه پيدا نه کړي.

د افغانستان ګاوندي هيوادونه، لکه روسيه، چين او پاکستان په سيمه کي د امريکانو له دايمي پوځي حضور څخه انديښنه لري. د هغه بل ګاوندی هيواد، ايران همدا اوس د متحده ايالاتو له پوځي فعاليتونو سره د مخالفت ږغ پورته کړی دئ.

يو بل افغان چارواکي چي خپل هويت ئې پټ ساتلی دئ ويلي دي:«په حقيقت کي دا موږ يو چي د خپل هيواد امنيت بايد خپله وساتو او مسئوليت پر غاړه واخلو. کله چي بهرني ځواکونه زموږ په هيواد کي پاته شي، نو د هغوی حضور بايد د قانون له لحاظه روښانه وي چي څه ډول غواړي دلته پاته شي.»

له افغان اړخه دغه موضوعات له هغه وروسته عنوان شوي دي چي په افغانسنان کي په تيرو مياشتو کي يو لړ پيښي رامنځ ته شوې دي چي په هغو کي امريکايي سرتيرولاس درلود. د هغو په جمله کي، د وژل شوو ياغيانو جسدونو ته سپکاوی، په بګرام کي د قران کريم سوځول او په کندهار کي د ولسي خلکو وژل دي.

د افغان سرچينو د معلوماتو له مخي د کندهار له پيښي څخه وروسته د ستراتيژيک تړون او راتلونکي پوځي حضور پر سر خبري اتري وځنډول شوې.

د افغانستان د انديښنو له امله دواړو خواوو موافقه وکړه چي د پوځي اډو موضوع دي جلا تر بحث لاندي ونيول شي، خو په عين وخت پر ستراتيژيک تړون باندي ټينګار شوی دئ چي د می په مياشت کي په شيکاکو کي د ناټو له سرمشرييزي څخه مخکي بشړ او لاس ليک شي.

فيضي وويل: «اوس هره ورځ پردي باندي خبري کيږي. موږ فکر کوو چي يوې موافقې ته به ورسيږو»

په دغه سند کي تر ټولو ستره ستونزه د شپې عمليات دي چي افغانستان نه غواړي، له دې وروسته دغه عمليات د بهرنيو ځواکونو له خوا تر سره شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل