1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د ګاوڼدیو هيوادونوله لاس وهنو اندیښنه لری

۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبه

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پيل څخه وروسته ډیری افغانان انديښني لري چي ښايي د 1990 لسيزي تاريخ کله چی د نجيب الله رژيم نسکورشو، تکرار شی. د ګاونډیو د مداخلو پرضد نن په کابل کی یوه مظاهره هم وشوه

https://p.dw.com/p/11npZ
د افغانستان په دننه کی د یوی مظاهری صحنه ارشیف
د افغانستان په دننه کی د یوی مظاهری صحنه ارشیفانځور: AP

په رسمی توګه د جولای له پیل سره له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل پیل شول. خو دغو وتلو سره د ډیري افغانان اندیښنه لری چی ښایی د افغانستان ګاوڼدی هیوادونه د د 1990 لسیزی په څیر په مدخلو لاس پوری کړی او افغانستان یو ځل بیا د کورنیو جګړو په ډګر بدل شی.


دغو انديښنو وروسته له هغي قوت وموند چي د افغانستان په ختيځ کي د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ په تيرو ورځو کي د ډزو د رد اوبد کيدو رپوټونه ورکړاي شول.


نن ( شنبه) څه ناڅه 200 افغانانو د خپل هیواد په پلازمینه کابل کی د هغه څه پر ضد په یوی مظاهری لاس پوری کړ چی هغوی «د پاکستان د پوځي مداخلی» په نامه یاد کړ.


د افغانستان د خبری سرچینو له مخی د تیری پنجشنبی په ورځ د افغانستان په سرحدی سیمو باندی د« پاکستان توغندی بریدونو» له امله یو شمیر خلک ووژل شول.


په عین وخت کی د افغانستان د سرحدی پولیسی ځواکونو قوماندان، جنرال امین الله امرخیل هغه یو خبر تایید کړ چی د «سرحدی شخړی» په سر یی حکومت ته خپله ستعفاء وړاندی کړی ده. د امرخیل د خپلی وینا له مخی هغه له ولسمشر کرزی څخه وغوښتل چی افغانان سرحدی ځواکونو ته اجازه ورکړی ترڅو« د پاکستان پوځي مداخلو» ته ځواب ورکړی.
امرخیل د خپل هیواد حکومت باندی نیوکه کوی چی د « پاکستان د سرحدی حملو په وړاندی چوپتیا غوره کړی ده.»
لویدیځ او افغان چارواکی وایی چی له افغان طالبانو سره د خبرو اترو په وړاندی د لاری د پرانیستلو لپاره د پاکستان مرسته خورا اهمیت لری.


د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدی شخړی موضوع په داسی وخت کی عنوانیږی چی له افغانستان څخه دامريکایي ځواکونو د وتلو او افغان امنيتي ځواکونوته دامنيت د ليږد پروسه روانه ده.
افغان امنيتي چارواکي وايي چي د امنيتي مسوليت اخستلوچمتووالي شوی خو په عین وخت کی د ګاوندیو هیوادونو د لاس وهنو اندیښنی زیاتی شوی دی.


دملي امنيت د لوي رياست سرپرست انجنيررحمت الله نبيل په يومطبوعاتي غونده کی وویل:« ځيني ګاونډي هيوادونه اوځواکونه شته دي چي په افغانستان کي يو پياوړي حکومت نه شي زغملي اوپه دي هڅه کي دي چي تل په دي هيواد کي شخړي اوجنګونه وي.»


که څه هم نبيل په ښکاره توګه د کوم مشخص هیواد نوم وا نه اخیست ، خو د هغه له څرګندونو داسی ښکاریده چی مقصد یی ګاوندی هیواد پاکستان دی .
د ولسي جرګي غړي ګل پاچامجيدي وویل: « پاکستان دافغانستان هغه مسلمان ګاونډي دي چي تل يي کابل ته د دوستۍ لاس غزولي دي خو په عمل کي يي هغه څه کړي دي چي شراوشرارت ورنه پيداشوي دي اوپه افغانستان کي جنګ اوجګړي ته لمن وهلي ده .»هغه د افغانستان په وړاندی د پاکستان په روان سیاست باندی نیوکه وکړه وویل چی «اسلام آباد هڅه کوی نړيوالوته افغان دولت بي کفايته وښیی.»


د ولسي جرګي پخواني غړي اوسياسي کارپوه معين مرستيال افغان ځواکونوته دمسوليت ليږد يوه افغاني طرحه وبلله او وويل له هيواد څخه دفاع د هر افغان ملی دنده ده.»هغه وویل :«خو د ګاونډيوهيوادونومداخله هغه ناروا کاردي چي له کلونو را په دی خوا شوی او د افغان حکومت غوښتنو ته هغوی هیڅ پام نه دی کړی.» معين مرستيال وویل د افغان حکومت دنده ده چی خپل ګاونډیانو ته ډاډ ورګړی چی په افغانستان کي امنيت د د هغوی په ګټه ده.»


افغانستان او پاکستان په خپلو منځو کی 2400 کیلو متره ګډه پوله لری. ویل کیږی چی د د دغی پولی د پاکستان په اړخ کی افغان طالبان ّدی لری چی وخت په وخت د افغانستان په دننه کی د حکومت او ناتو تر مشری لاندی نړویالو ځواکونو پر ضد جګړه کوی.

آژانسونه/ کوټوال/ عبدالباری حکیم
کتونکی: مسعود جهش