1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان: د چارواکو په وژلو کي څوک لاس لري؟

۱۳۹۰ تیر ۲۴, جمعه

افغانان وروستېو نا امنیو اندیښنمن کړي دي. د ولسمشر حامد کرزي د ورور تر وژنې وروسته د پلازمینې کابل د اوسیدونکو په شمول ډیری افغانان د امن احساس نه کوي. ځیني بهرنیان ملامتوي چي د هیواد امنیت یي ګډوډ کړي

https://p.dw.com/p/11w11
د کندهار د ولایتی شورا وژل شوی رییس
د کندهار د ولایتی شورا وژل شوی رییسانځور: AP

ډیری افغانان اوس دا پوښتنه کوي، کله چی لوړ پوړی کسان د خپل امنيت په ساتلو کی پاتي راشي، نو د عام وګړو امنیت به څرنګه خوندی وساتی.

هغوي وایې چې دوي له د لوړ پوړو چارواکو د پر له پسی وژلو، ځانمرګي بریدونو او چاودنو څخه ويره لري او نه پوهیږي چې چیرته به خوندي وي.

احمد ولي کرزی د کندهار له مخورو څيرو څخه وو چې مړینه به یې یوازي د کندهار نه بلکې د ګاونډیو ولایتونو اوحتی پلازمینې کابل پر حالاتو اغیزه ولري.

ځینی افغانان، بهرنی لاسونه او بیا په خاصه توګه د پاکستان استخباراتي اداره، ای اس ای، د افغان کلیدي مشرانو په ترور کې ښکیله بولي.

طالبانو سږ کال د بدر د عملیاتو عمده موخه د کلیدي افغان چارواکو او حکومت پلوه مخورو ترور په ګوتو کړي.

همداسي هم ده چې د روان کال له پیل راهیسي د څو کلیدي چارواکو د ترور دسیسې شنډي سوي دي.

یو ځل په میدان وردګو کې د ولسمشر د مرستیال، کریم خلیلي، وروسته په کابل کې د مارشال قسیم فهیم او په دې ورستۍ اونۍ کې په پکتیکا کې د کورنیو چارو د وزیر، بسم الله محمدي، د وژنو دسیسي شڼډي شوي.

خو که له یوه لوري یو شمیر پلانونه شنډ سوي خو یو شمیر نور یې بیا د نقشې مطابق پلي سوي دي. په شمال کې د کندز او بدخشان د پولیسو د مشرانو، د ۳۰۳ پامیر زون د قوماندان، جنرال داود داود، او د تخار د والي، انجینیر عمر، ترور څخه یادونه کولای سو.

ډیری خلک په دې اند دي چې قومي مخورو که هر څه وي بیا هم غنیمت دي او د هغوي وژل به د ملک څپ څپانده سیاسي حالت ته سخت ګزار وي.

تمه کیږي چې د احمد ولي کرزي په مړینه به په کندهار کې د سیاستونو اوښتون ته لاره هواره سی خو دا نده څرګنده چې حالات به څرنګه واوړي.

د افغانستان سیاسي حالت اوس یو نازک پړاو تیروي ځکه له یوه لوري له امریکې سره د کابل د سرکار اړیکي پخوانی خوند لري او له بل لوري افغانستان اوس د کورنیو او بهرنیو دښمنانو تر سخت فشار لاندی دی.

خو داسي ښکاري چې حکومت ته تر ټولو سخت ګزار د حکومت پلوه قومي مشرانو او عالي رتبه حکومتي مامورینو ترور دی.

تیره چهارشنبه د ملي امنیت ادارې د کورنیو چارو د وزیر، بسم الله محمدي، د ترور له دسیسې پرده پورته کړه.

د ملي امنیت د اداري ویاند، لطف الله مشعل، وویل چي د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر د ترور دسیسه د حقاني ډلي جوړه کړي وه:

«د حقاني ډلي غوښتل چې بسم الله خان په پکتیا کې چې د پولیسو د روزنیزمرکز څخه یې لیدنه کوله ترور کړي. په دسیسه کې دریو پولیسو ته هم ونډه ورکړل سوي وه چې له ښې مرغې یې مخه ونیول سوه.»

ویل کیږي چې اوس د څلورو جنوبي ولایتونو یو والی هم د احمد ولی ساری ندی او یوازي دی وو چې خپل مشر ورور حامد کرزي ته یې جنوبي افغانستان کنترولاوه.

په ریښتینې توګه د استخباراتي چارو د کارپوهانو په باور دا ګرانه ده چې ومنل سي داسي یو کس چې اوه کاله یې د احمد ولي ساتنه کړي وي په نوموړي باړې چلوي.

د افغانستان د سیاسي حالاتو څارګر، یعقوب، وایي دغه خبره د استخباراتو له نظره د منلو وړ نه ده:

«استخبارات دا نه مني چې کرزی دې د هغه ساتونکي وژلی وي. که نوموړی د هغه ساتونکې او یا طالبان وژلی خو له سیاسي اړخه طالبانو ته یو لوی بری دی ځکه چې هغوي ښیې چې د دوي لاسونه څومره اوږده دي چې حتی لوړ پوړي دولتي کسان هم وژلای سي

د احمد ولي کرزي وژنه د افغان چارواکو د ترورونو تر ټولو تازه پیښه ده .

ویل کیږي چې د ملک سیاسي حالات د احمد ولي کرزي او نورو وژل سویو مشرانو د مړینې له اغیز څخه لري نسي پاتی کیدای. ځکه په شمال کې د پولیسو د مشرانو تر وژلو وروسته حالات نازک پړاو ته د ننوتو په حال کې دي خو په جنوب او په خاصه توګه په کندهار کې وضیعت لا وختي د اندیښنې وړ دی.

دویچه ویله/ میرويس جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکيم