1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجديدي: ISI د جهادي څيرو په ترور کي لاس لري

۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبه

د افغانستان د سولي د ټينګښت کمېسيون مشر صبغت الله مجديدي د پاکستان استخباراتي اداره د افغان جهادي مشرانو په وژلو تورنه کړې.

https://p.dw.com/p/11QTA
انځور: DW


مجديدي دغه څرګندوني په تخار کي د يو شمير پوليس مشرانو تر وژلو وروسته وکړې.

مجديدي يوازني افغان چارواکي دی چي د پاکستان پر پټ څاري ادارې باندي په لفظي ګزارونو په ولس کي ښه محبوبيت لري.

د سولي د ټينګښت د کمېسيون مشر په ملک کي وروستۍ نا امنۍ، د ولسي خلکو وژنه په خاصه توګه د جهادي مشرانو او مخورو سازمان سوي ترورونه د پاکستان د پټ څاري ادارې کار وباله.

« د ننيو بدبختيو اصلي عامل د پاکستان استخباراتي اداره ده ، هغوی ترهګر، سړي وژونکي او جنايت کاران روزي بيا يي په وسايلو سمبالوي او دغه مصيبت د افغانستان خاوري ته را ليږي».

که څه هم تر اوسه د تخار د وروستۍ پيښي جزييات ندي څرګند سوي خو تخار والي عبدالبجار تقوي تيره ورځ په يوه خبره ناسته کي وويل ، چي دوی لا وختي داسي راپورونه درلودل چي ځان وژونکي ښار ته ننوتي دي.

مجديدي وايي چي ډيری هغه طالبان چي له جګړې څخه لاس اخلي، د پاکستان د پټ څاري ادارې له لوري ګواښل کيږي او بيرته په وسلو تر سمباليدو وروسته افغانستان ته د بهرنيو او کورنيو ځواکونو په وړانډي جګړې ته هڅول کيږي.

مجديدي په ورته وخت کي پر سپيني ماڼۍ هم نيوکه وکړه چي د پولي هغي خوا ته د طالبانو او القاعدې په ځالو خبره ده خو د هغو د له مينځه وړلو له پاره هيڅ راز اقدام نه کوي.

« امريکا او زموږ نور نړيوال ملګري هغسي چي بايد وکړي هغه څه نه تر سره کوي، هغوی ته د ترهګرو ځالي او مرکزونه ټول معلوم دي، په سټلايټونو يي ويني خو بريد نه پري کوي، دا ولي؟!».

د يادولو وړ ده چي په تيرو څو مياشتو کي د جنرال داود داود په ګډون د پخواني شوروي د يرغل پر وړاندي د جهاد څو کليدي مشران يو پر بل پسي ووژل سول.

اوس د پخوانيو جهادي مشرانو تر منځ ويره رامنځ ته سوي ، چي د دوی ملګري ولي په مرموز ډول له مينځه ځي په داسي حال کي چي د يوه د قاتل څرک هم ندی لګېدلی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل