آیساف : د ملامحمد عمر پیغام حقېقت نه لري
۱۳۹۰ شهریور ۷, دوشنبهسره له دې چې د ملامحمد عمر د اوسیدو ځای معلوم نه دی خو د کوچني اختر په مناسبت وروستۍ پيغام ده ته منسوب شوی او په پښتو ، دري ، عربي ، اردو او انګلیسي ژبو رسنیو ته رسیدلی دی.
په دغه پیغام کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ستونزې حل «خبرې اترې» بلل شوی خو دا هم پکې راغلي چې تراوسه د خبرو اترو په برخه کې د افغان حکومت ، نړېوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ چې کومې اړیکې نیول شوې کافي نه دي .
په پیغام کې د بندیانو د تبادلې موضوع ته په اشارې سره ویل شوي : «داسيرانو د تبادلې په اړه چې تر اوسه پورې له کومو لوريو سره تماسونه ټينګ شوي هغه هيڅکله هم د هيواد د روانې لانجې دپاى ته رسولو په برخه کې هر اړخيز مذا کرات نشي بلل کيدای .»
په پيغام کې د افغانستان د روانو ستونزو یواځنی لامل په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون بلل شوی. پیغام د ملامحمد عمر له قوله ویلي که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي اسلامي امارت حاضردی چي د یوه سوله خوښي او ذمه وارنظام په توګه د سیمې اونړۍ له هیوادونوسره مثبتې اړیکې وساتي .
خو د آیساف ویاندکارستن یاکوبسون وايي وسله والو طالبانو د ملکي افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړی او دوی په هیڅ صورت کې خبرو ته چمتو نه دي .
کارستن یاکوبسون دغه پیغام تبلیغاتي وباله :«پر دې ټول افغانان پوهیږي چې ملاعمر او طالبان دروغ وايي ، ځکه هغه څوک چې ددوی تر لاس لاندې کار کوي هره ورځ ملکي افغانان وژني . ۸۰ په سلو کې ملکي افغانان د طالبانو د لاسه وژل کیږي .»
ښاغلی یاکوبسون زیاتوي چې وسله وال طالبان په خپلو بریدونو کې له ماشومانو څخه کار اخلي چې مونږ په کلکه ترې غواړو ، له دغه کاره لاس واخلي .
له بل لورې شنونکو د وسله والو طالبانو د مشر وروستۍ پيغام د سولې په برخه کې شین چراغ بللی. د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده دویچه ویله ته وویل دغه پیغام د ملامحمد عمر نوی دریځ په ډاګه کوي .مژده وايي طالبانو په لومړي ځل د قدرت انحصار پریښی او د یوه ټولخوښي حکومت جوړولو ته یې چمتوالی ښودلی .د ښاغلي مژده په باور دغه پیغام په سیاسي لحاظ هم ډیر مهم دی : «مژده وايي افغان حکومت دې د سولې د ټینګښت په اړه په خپلواکه توګه عمل وکړي .»
د ملاعمر په نوي پیغام کې هم پر یوه خپلواک نظام ټینګار شوی او د خبرو په برخه کې د بهرنیو لاسوهنه د افغانانو په زیان بلل شوې .
بل خوا د سولې عالي شورا غړی سیلمان یاري وايي د دوی شورا د خبرو په برخه کې په خپلواکه توګه پر مخ ځي خو اوس د افغانستان ستونزې نړېواله بڼه غوره کړې ده .
یاری وویل: «اوس له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې او پخلاینې مسله په ازبکستان او ترکمنستان کې هم مطرح ده ، مونږ دا نه ردوو چې په افغانستان کې سوله نړېواله مسله ده .»
ملا محمد عمر په داسې حال کې د سولې او ملي پخلاینې په اړه څرګندونې کړي چې افغان ولسمشر دوه ورځې وړاندې سعودي عربستان ته ولاړ او د هغه هېواد له چارواکو سره یې د سولې په اړه خبرې وکړې .
ښاغلي کرزي څو څو ځله پر وسله والو طالبانو د سولې غږونه کړي خو په هر ځل یې خبرې اترې په افغانستان کې د بهرنیانو له شتون سره تړلې بللي دي .
کابل/ محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: عبدالباري حکيم