1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د طالبانو او ولسي خلکو اړيکي پر خرابيدو دي

۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبه

امريکايي جنرال اميرالبحر آدم سميت په کابل کي خبريالانو ته ويلي، چي وسله وال طالبان چي تبليغاتي جگړه يې د روان بغاوت مهمه برخه بلل کيږي دمگړی ډيره کمزورې سوې ده. ځکه چي د کليو له خلکو سره اړيکي پخواني رنګ نه لري.

https://p.dw.com/p/11sqJ
« د تيرو کلونو برخلاف له ولسي خلکو سره په ډيرو سيمو کي د هغوی اړيکي پرې سوي»
« د تيرو کلونو برخلاف له ولسي خلکو سره په ډيرو سيمو کي د هغوی اړيکي پرې سوي»انځور: NATO

سميت وايي چي که څه هم په روان کال کي د خونړيو بريدونو د رامنځ ته کيدو شونتيا ډيره ده، خو زور پالي طالبان به هم يو سخت کال په مخکي ولري.

جنرال سميت وايي، چي په روان کال کي د افغان او بهرنيو ځواکونو جنګي وړتيا د پام وړ لوړه سوې او دغه کار د زور پالو د خوځښتونو په وړاندي جدي ننګونه شميرل کيږي.

د ايساف ځواکونو دغه جنرال همدا راز وايي چي د طالبانو او ولسي افغانانو اړيکي د هغه څه په سبب، چي دی يې له طالبانو د ولس تنفر بولي، ډيري خرابي سوي او اوس خلک په خپل حکومت او نړيوال مرستندويه ځواک ډيره اتکا کوي.

جنرال سميت وايي چي په سويل کي هلمند او کندهار هغه ولايتونه دي چي طالبان ډير بريدونه د هغو ځايونو څخه پلانوي. خو هلته د زور پالو عمده اډې د ګډو ځواکونو تر فشار لاندي دي.

« هلمند هغه ولايت دي چي د اورپکو ۴۰ سلنه بريدونه له دغه ولايت څخه سمباليږي، نادعلي بيا هغه سيمه ده چي پکښي امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی، خو په ټوله کي په کندهار او هلمند کي د ترهګرو اصلي قرارګاوي تر سخت فشار لاندي دي».

خو د ايساف دغه چارواکی ډاډمن ښکاري چي نور به هلمند او کندهار د تيرو کلونو په څير د زور پالو له پاره خوندي ځايونه نه وي.

جنرال سميت ټينګار کوي چي د افغانستان په ډيرو سيمو کي امنيتي پرمختګونه رامنځ ته سوي خو ورسره جوخت خبرداری ورکوي، چي په روانه جګړه کي به بری ژر تر لاسه نسي.

« د تيرو کلونو برخلاف له ولسي خلکو سره په ډيرو سيمو کي د هغوی اړيکي پرې سوي، او هغوی به پرې نښودل سي چي راتلونکی پسرلی بيرته دغو سيمو ته راسي».

د امريکا د سمندري قواوو دغه دوه ستوري جنرال ويلي، چي افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی، او دغي مسلې د حقاني ډلي او په پاکستان کي د طالبانو د مشرتابه شورا چي د کويټي د شورا په نامه ياديږي انديښمنه کړې ده.

د دغه امريکايي جنرال دا څرګندوني پر داسي مهال کيږي، چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو تدريجي پروسه هم تيره اونۍ پيل سوې ده.

ټاکل سوي چي د روان کال تر پايه پوري لس زره او را روان کال شاوخوا ۲۲ زره امريکايي سرتيري له افغانستان څخه ووزي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل