1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د داعش په اړه پټ اسناد ترلاسه کړي دي

آژانسونه۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د داعش موندل شوي پټ اسناد به له چارواکو سره د دې ډلې په پیژندلو کې مرسته وکړي. موندل شوي اسناد د آلمانیانو په ګډون په دې ډله کې د بهرنیو جنګیالیو په اړه معلومات وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/1I9ko
انځور: picture-alliance/Zuma Press

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، د سه شنبې په ورځ وویل چې په «اسلامي دولت» پوري مربوط ترلاسه شوي پټ اسناد، کولای شي چې د دې ډلې د هغو بهرنیو جنګیالیو په اړه چې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي، د «ګړندیو، روښانه او د محکمو سختو پریکړو» له پاره لاره هواره کړي.

په ترلاسه شویو اسنادو کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د بهرنیو جنګیالیو په اړه معلومات شامل دي. په دغو جنګیالیو کې آلماني وګړي هم شته چې په عراق او سوريه کې له دې ډلې سره یوځای شوي دي.

آلمانۍ ورځپاڼې «زود دویچه ځایتونګ» ویلي دي چې ترلاسه شوي اسناد د اسلامي دولت له خوا له هغو کسانو سره د مرکو په اړه دي چې غوښتل یې له دې ډلي سره یوځای شي.

په رپوټ کې راغلي دي چې هغه کسان چې په داوطلبانه توګه له اسلامي دولت ډلي سره یوځای کیدل غواړي، باید ۲۳ پوښتنو ته ځواب وایي چې پکې د هغوی د اوسیدو ځای، دین، مدني حالت، زده کړي او جهادي تجربې په اړه پوښتنې شاملې دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د آلمان لوی څارنوال د دغو اسنادو په اړه معلومات لري او اوس له آلماني چاراکو سره په دې اړه خبري کوي چې څرنګه له ترلاسه شویو اسنادو څخه د هغو آلمانیانو پر ضد کار واخلي چې په سوريه او عراق کې تر جګړې وروسته بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ترلاسه شویو اسنادو ته په اشاره سره ویلي دي: «دا زموږ سره مرسته کوي چې موږ د دغه ترهګر سازمان د جوړښت په اړه لا ډیر معلومات ترلاسه کړو.»

د رپوټ تر خپریدو وروسته د آلمان د جنايي پولیسو فدرالې ادارې، تائید کړه چې هغوی دغه اسناد ترلاسه کړی دي او اصلیت یې هم د کارپوهانو له خوا تائید شوی دی.

د آلمان د استخباراتي سازمانونو په حواله اوس مهال ۶۰۰ آلماني وګړي له اسلامي دولت ترهګري ډلې سره یوځای شوي دي. یو شمیر آلمانیان بیا په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت ترهګري ډلي تر څنګ تر جنګیدو وروسته بیرته آلمان ته هم ستانه شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب