1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یورو پول د ترور د خطر په هکله خبرداری ورکړی

۱۳۹۴ بهمن ۳۰, جمعه

د یورو پول مشر روبن واین رایت، داسې اټکل کوي چې افراطي ډله «اسلامي دولت» په اروپا کې احتمالا برید تر سره کول غواړي. د پولیسو د ارزونو له مخې په زرونو سوریايي جنگیالي په اروپا کې شته.

https://p.dw.com/p/1HyZs
انځور: Reuters/Y. Herman

د اروپایي پولیسو چارواکو د افراطي ډلې «اسلامي دولت» له لوري په اروپا کې په لویه کچه د احتمالي بریدونو په هکله خبرداری ورکړی دی. د یورو پول مشر روبن واین رایت، د «ناین اوسنا بروکر څایټونگ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «اروپا تر یوې لسیزې د زیاتې مودې وروسته اوسمهال د یوه ستر تروریستي خطر پر وړاندې قرار لري.»

هغه په خپلوڅرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې په پاریس کې د تیر کال د نومبر میاشتې بریدونو وښووله چې اسلامي دولت ډلې نړیوال بعدونه خپل کړي دي: «دا احتمال شته چې اسلامي دولت یا کوم بل مذهبي ترهگر گروپ، یو چیرې په اروپا کې ملکي وگړو ته د زیاتې مرگ ژوبلې د اړولو په هدف یو برید تر سره کړي.»

د یورو پول یا اروپایي پولیسو د ادارې مشر رابن واین رایت
د یورو پول یا اروپایي پولیسو د ادارې مشر رابن واین رایتانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

یورو پول له ډیر وخت راهیسې داسې اټکل کوي چې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې اروپایان چې په ترهگرو مرکزونو کې یې د جگړې تجربه تر لاسه کړي، بیرته خپلو ټاټوبو ته راگرځیدلي دي. واین رایت زیاته کړې ده: «د بهرنیو جنگیالیو دغه مخ پر زیاتیدونکي شمیر د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه په بشپړه توگه له یوې نوې ننگونې سره مخامخ کړي دي.»

د یورو پول د اټکل له مخې له سوریې څخه د اروپا پر لور د کډوالو سترې څپې، د ترور خطر هرو مرو نه دی زیات کړی دی. واین رایت یادونه کړې چې: «چې په دې هکله کومې اساسي نخښې نښانې نه شته چې تروریستي سفر کوونکي په سیستماتیکه توگه د کډوالو له هجوم څخه گټه اخلي، څو په پټه توگه اروپا ته راشي.»

د روان میلادي کال د پېل راهیسي د یورو پول تر مشرۍ لاندې د ترهگرۍ ضد یو مرکز شته چې معلومات راټولوي، او د پولیسو ادارې له یو بل سره تړي.