1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د اوکراين په کړکېچ کي منځگړتوب کوي

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شټاين ماير اوکراين ته سفر کوي. څو هلته د کړکېچ د حل له پاره د يوه ملي ديالوگ لاره هواره شي. شتاين ماير کېدای شي ختيځ او جنوب ته هم ولاړ سي.

https://p.dw.com/p/1BygJ
انځور: Georges Gobet/AFP/Getty Images

اوکراين ته د آلمان د بهرنيو چارو د وزير، فرانک والتر شټاين ماير تر سفر لږ مخکي په برلين کي د بهرنيو چارو وزرات له خوا په خپره شوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي «کيدای شي چي په ورستۍ دقيقه کي د اوکراين په اوسني وضعيت کي يو بدلون راوستل شي.» په وينا پاڼه کي يادونه شوې ده چي شټاين ماير به خپله شخصاً کيف ته او د امکان په صورت کي د دغه هيواد ختيځ او جنوب ته هم سفر وکړي.

د اوکراين په ختيځ دو مهمو سيمو، دنيڅک او لوگانسک کي د يکشنبې ورځي د بيلتون له پاره تر ټولپوښتني وروسته د دغه هيواد کړکېچ يو بل ستونزمن پړاو ته داخل شو.

په بروکسل کي د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډي وروسته شټاين ماير وويل چي هغه غواړي د کړکېچ له بېلابېلو اړخونو سره تماس ونيسي او د هغوی ترمنځ مينځگړيتوب وکړي، ځکه د هغه په نظر «دا د تشدد د مخنيوي يوازنۍ لار ده.» هغه وويل چي ټولي هيلي اوس د «يوه گردي مېز» په خبرو اترو پوري تړل شوي دي.

خو شټاين ماير د ملي ديالوگ په دغه گردي مېز کي د بيلتون غوښتونکو د گډون په اړه وويل: «البته د هغو کسانو له پاره په دي گردي مېز کي ځای نه شته چي لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي.»

د يوه ملي ديالوگ د جوړيدو له پاره په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان،OSCE، اوسني رئيس، ديدير بروک هالتر چي په عين وخت کي د سويس ولسشمر هم دی، ټاکل شوي.

هغه په بروکسل کي د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډي وروسته وويل: «دا امکان شته چي په همدې اونۍ کي لومړي ديالوگ پيل شي. دا ديالوگ به په کيف کي وي او اوس موږ پر دي خبره کوو چي څه شمير خلک او څوک په دې ديالوگ کي گډون وکړي، موږ د OSCE په توگه دې پوښتني ته ځواب نه شوو ورکولای، دغسي يو ځواب بايد د اوکراين له خوا ورکړل شي.»

د اروپايي اتحاديه پر ديالوگ او نويو بنديزونو تکيه کوي

که څه هم د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو وزيرانو پرون د يو شمير انفرادي اشخاصو او دوو شرکتونو پر ضد چي د اوکراين په کړکېچ کي لاس لري، بنديزونه ولگول، خو هدف يي دا دی چي په اوکراين کي ثبات رامنځ ته شي. په همدي وجه اوس ټولي هيلي په اوکراين کي د می مياشتي د ۲۵ نېټې د ولسمشر په ټاکنو پوري تړلي دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير وويل که چيري دغو ټاکنو ته خڼد پيدا شي نو اروپايي اتحاديه به سختو بنديزونه ولگوي:

«ښکاره ده چي موږ بايد ځان د هغه ضعيت له پاره چمتو کو، چي کيداي شي د می مياشتي پر ۲۵ نېټه ټاکني ونه شي او وموندل شي چي يو څوک د دې خڼد له پاره مسئوليت لري. د دې له پاره موږ چمتو يو.»

خو په عين وخت کي د آلمان د بهرنيو چارو وزير، د پخوا په شان د روسيې پر ضد د سختو بنديزونو لگولو پرضد خبرداری ورکړ. د سوسيال ديموکرات دغه سياستوال د دوشبې په ورځ په دوسيلدروف کي په يوه بحث کي وويل: «يوه اقتصادي جگړه په خاصه توگه لويديځ اغېزمن کوي.» هغه زياته کړه: « د دې مخه بايد ونيوله شي چي تشدد ورځ په ورځ بدورگي شي.» هغه زياته کړه: «د لويديځ اوسنۍ تگلاره د مسکو له پاره بي نتيجي نه پاتيږي.»