1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین په کړکیچ کې دیپلوماسي او د زور ښوول

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د اوکراین په کړکیچ کې ښکیل اړخونو له یو بل سره د نه پخلا کیدو دریځ غوره کړی دی. په داسې حال کې چې تاوتریخوالی ادامه لري، د کړکیچ د حل له پاره ټولې هیلې له کرملین سره یوې نوی لیدنې کتنې پوری تړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1BuuP
انځور: Alexander Nemenov/AFP/Getty Images

د ديپلوماتیکو چینلونو په نظر کې نیولو پرته، چې د دې له پاره ترې استفاده کیږي تر څو د خبرو اترو جریان غوڅ نه شي، د اوکراین په کړکیچ کې د ښکیلو اړخونو لهجې ورځې تر بلې تندیږي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یکشنبې په ورځ په ختیځ اوکراین کې له دغه هیواد څخه د بیلتون په اړه د یوه پلان شوي ریفرنډم یا ټولپوښتنې تر سره کیدل ناسم او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل وگاڼه.

جان کیري، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له مسوولې کاترین آشتون سره تر یوې لیدنې کتنې وروسته وویل: «موږ دغه غیرقانوني هڅې چې د اوکراین د تجزیه کیدو باعث گرځي، په قاطعیت سره ردوو.» د دغه کړکیچ د ترینگلتیا د نه راکمیدو په صورت کې دواړو مشرانو د مسکو پر وړاندې د نوو بندیزونو خبره کړې ده.

په عین وخت کې په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ ماسپښین به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان (OSCE) مشر دیدیر بورک هالتر، ته په کرملین کې ښه راغلاست ووایي. دواړه به پر دې موضوع باندې خبرې اترې وکړي چې څرنگه کیدلای شي د می میاشتې پر ۲۵مه نیټه په اوکراین کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو تر مخه وضعه آرامه کړای شي. بورک هالتر، چې د سویډن ولسمشر هم دی، مسکو ته تر سفر کولو د مخه په اوکراین کې د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان غواړي چې د اوکراین ولسمشریزي ټاکنې د خپلو شاوخوا ۱۰۰۰ څارونکو په موجودیت کې تر سره کړي، تر څو په ټاکنو کې نظم خوندي وساتل شي. روسیه د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان غړی هیواد دی. معنی دا چې د دغو څارونکو له استولو سره ټول اړخونه پرته له مخالفت څخه موافقه وکړي. په اوکراین کې د کړکیچ د مخنیوي، په تاوتریخوالي باندې لاس برتوب او د ټاکنو د بهیر څارل، د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د دې ماموریت مهمې دندې جوړوي.

آیا د روسیې په پولو کې د ناټو سرتیري ځای پر ځای شي؟

د رسنیو د رپوټونو له مخې د اوکراین په ختیځ کې په نویو زور زیاتیو کې بیا یو تن وژل شوی دی او د ماریو پول، په بندري ښار کې د کنترول پر یوې پوستې باندې په برید کې درې تنه نور ټپیان شوي دي. له دې مخکې یاغیانو د دغه ښار د ښاروالۍ ودانۍ اشغال کړې وه. څارونکو په سیمه کې له خنډ اچولو او دغه راز یوې پوځي اډې ته څیرمه د ډزو له اوریدو څخه رپوټونه ورکړي دي.

له روسیې سره د اړیکو د خړ پړتیا له امله د شمالي اتلانتیک د سازمان ناټو، په مقر کې په دې هکله فکر کیږي چې آیا په ختیځه اروپا کې د ناټو پوځي حضور نور هم پیاوړي شي که نه؟ د ناټو عمومي قوماندان جنرال فلیپ برید لوف، ویلي دي: «له ماسکو سره اړیکو په پام کی نیولو سره په هغو هیوادونو کې چې له روسیې سره په گاونډي توب کې پراته دي د ناټو د سرتیرو د دایمي استقرار په هکله باید فکر وشي.» هغه یادونه وکړه: «دا تصمیم باید د ناټو په راتلونکي سرمشریزه کې د غړو هیوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو له خوا ونیول شي.»

بندیزونو اغیزه کړې ده

د کریمیا له الحاق او په اوکراین کې د روسیې د لاس وهنو څخه وروسته د ناټو غړو په ځینو ختيځو غړو هیوادونو لکه پولنډ او د بالتیک په دولتونو کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی. د نورو سر بیره دغو هیوادونو ته سرتیري، جنگي بیړۍ او جنگي الوتکې استولي دي. دا ماموریت اوس یوازې د روان میلادي کال تر پایه پورې محدود شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو له نظره د روسیې پر ضد لگول شوي بندیزونو خپل اغیز ښکاره کړی دی. د متحده ایالاتو د مالیې وزیر دانیل گلاسر، د کانگرس په یوه استماعیه غونډه کې وویل: «بندیزونه د دې لامل شوي دي چې له روسیی څخه د پانگو تېښته پیل شي او له دې سره د روسیې اقتصادي وده کابو صفر ته نزدې شوې ده.» هغه خبرداری ورکړ که چیرې روسیه د اوکراین په کورنیو چارو کې خپلو لاس وهنو ته دوام ورکړي، د ماسکو پر ضد به نور بندیزونه هم ولگول شي: «د بندیزونو د ټولې بستی له پلي کیدو سره کیدای شي چې د روسیې د اقتصاد کمزورتیا او د ژوبلیدو وړتیا افشا شي.»