1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

۲۰۱۹ کال کومې روغتیایي لارښوونې راته کړي؟

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

۲۰۱۹ میلادي کال د روغتیا او سلامتي په برخه کې له ډیرو لارښوونو سره مل وو چې هغو ته یوه لنډه کتنه زموږ سره مرسته کوي تر څو په ۲۰۲۰ کال کې مو هم روغتیا او ښه صحت په برخه وي.

https://p.dw.com/p/3VXah
Symbolbild - Hexenschuss
انځور: Colourbox

د هافینگتون پُست په نامه امریکایي رسنۍ د روان کال په وروستیو ورځو کې د روغتیا په برخه کې د ځینو لارښوونو یادونه کړې:

حرکتونه د ملا دردونه کموي

د عمومي باورونو برعکس چي وایي د ملا درد په استراحت کولو له منځه ځي، د بریتانیې د روغتیا ملي مؤسسه هغو کسانو ته چې د ملا په درد اخته دي، توصیه کوي چې هرومرو دي خپلی ورځنۍ چارې پر مخ بیایي، دا ځکه چې حرکت نه کول به د هغوی دردونه لا پسې زیات کړي.

په کم عمر لا د وينې غوړو ته پام کول

بریتانیايي کارپوهان ټینگار کوي چې حتی په ۲۵ کلنۍ کې لا باید د وینې کولسترول اندازه سي. په دغه سن کې د کولسترول د پورته کیدو پر وخت لا سړی کولای سي سمدستي دارو درمل واخلي تر څو په لوړ سن کې د زړه د حملې او یا د وینې د شریانونو د بندیدو مخه ونیول سي.

Medikament Tramadol
انځور: Imago Images/Le Pictorium/J. Schmidt-Whitley

پرته د ډاکټر له نسخې څخه مسکن دواوی ونه خورئ

ښایی تاسي د درد د آرامولو له پاره له پاراستامول، ایبوپروفن او یا هم آسپرین گولیو څخه استفاده وکړی خو په دې باید پوه سئ چې پاراستامول د ذوکام، انفلوآنزا، سردردي، د ستونی درد او یا هم د غاښو د درد د آرامولو له پاره گټه لري. ایبوپروفین بیا د عضلاتو او ملا د درد له پاره دي او اسپرین بیا د نیم سري او یا هم د ښځو د میاشتنی مریضي د درد د آرامولو له پاره کارول کیږي.

د سترگو یوگا »سپورت« زده کړئ

که له لپ تاپ څخه د ډیری استفادې پر وخت سردردي درته پیدا کيږي او یا مو هم سترگې تاریکه کیږي نو لاسونه یو د بل سره وموږی تر څو تاوده سي. سترگی پټی کړئ او د لاسو ورغوي ورباندی کښیږدی، تر هغه وخته پورې چې سترگې مو د لاسو حرارت جذب کړي. له ۲۰ :۲۰ :۲۰ قانون څخه گټه واخلئ، یعني هر ۲۰ دقیقې د ۲۰ و ثانیو له پاره هغه شي ته وگورئ چې ۲۰ فوټه لیرې پروت دی. دا کار د سترگو د عضلاتو د آرامتیا سبب کیږي.

James Rosenquist-Retrospektive
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

موزیمونو ته ولاړ سئ تر څو اوږد او صتمنده ژوند ولرئ

د ډول ډول هنرونو سره بوختیا امکان لري چې د یوه اوږد، خوشحاله او صحتمنده ژوند له لرلو سره مرسته وکړي. دا خبره د لندن د پوهنتون پلټونکو کړې ده.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې بې شمیره څیړنو ښودلې چې هنر او موسیقي کولای سي، د بدن دردونه آرام کړي، حافظه قوي او د کوچنیانو ماغزو ته وده ورکړي. په دې ډول په لندن کې پلټونکو د یوې ۱۴ کلنې دورې په ترڅ کې تر ۵۰ کلنو پورته نارینه او ښځو باندې پلټنې کړي او دې نتیجې ته رسیدلي چې د نورو انسانانو په پرتله، د هغو کسانو د مخکې له وخته مړینې کچه ۱۴ سلنه کمه وه چې په کال کې یوازې یو یا دوه واره یوه موزیم ته تلل او یا یې هم په یوه کنسرت کې گډون کاوه.

ددغو مطالعاتو نتایج د بریتانیا په یوې صحي مجلې کې خپاره سوي دي. د دغو پلټنو له مخی د هغو کسانو د مخکې له وخته مړینې کچه چې په میاشت کې یو وار تیاتر یا موزیم ته ځي، د نورو په پرتله ۳۱ سلنه کمه ده.

د لندن د پوهنتون د پلټنو د مرکز رییس پروفیسر اندرو ستپتو وایی: هغه کسان چی په هنري کارونو بوخت دي، د نورو کسانو په پرتله اوږد ژوند کوي. په هنري پروگرامونو کې گډون، نه یوازې دا چې د یوازیتوب احساس راکموي بلکې د هیجان د زیاتیدو او له نورو سره د زړونو د نژدیوالي سبب هم کیږي. دغه ټول دلایل د یوه انسان د عمر په اوږدیدو کې اغیزمن نقش لوبوي.

د امریکا په متحده ایالاتو او د ۲۰۱۷ کال پلټنی ښیي چې هغه نارینه چې عمرونه یې له ۵۵ پورته دي او په کنسرتونو او تیاترونو کې یې برخه نه ده اخیستې او موزیمونو ته هم نه دي تللی، د نورو کسانو په پرتله یې د وینی فشار لوړ دی او زیاتره وخت یی ماغزه کار نه کوي.

پروفیسر ستیپو ویلي چې دا په لندن کې د عمر پر اوږدیدو باندې د هنرونو د اغیزې په هکله  لومړنۍ کَره پلټنی دي چی تر سره سوي دي.

الینا فرهادی، دویچه ویله فارسي