۲۰۱۸م کال په آلمان کې د تازه مهاجرو شمير ښکته شوی
۱۳۹۷ آذر ۲۵, یکشنبهپه آلمان کې د تازه مهاجرو شمير د هغې سهميې له مخې چې د آلمان ائتلافي حکومت د ۲۰۱۸م کال له پاره ټاکلې وه، ښکته دی. آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد ام زونتاګ» رپوټ ورکړی چې د ۲۰۱۸م کال تر پايه پورې به د ټولو هغو کسان شمير چې په دغه کال کې يې آلمان کې د پناه غوښتنليکونه سپارلي په احتمالي ډول ۱۶۶ زره ته ورسيږي. د پناه غوښتونکو دغه شمير به له هغه حد څخه ۵۴ زره ښکته وي کوم چې د آلمان ائتلافي حکومت ېې د روان ميلادي کال له پاره وړاندوينه کړې وه.
تيرکال په آلمان کې ۱۹۸ زره کسانو د پناه غوښتنليکونه سپارلي وو. له دې ډلې څخه یوازې ۱۱۴ زره يې هغه کسان ول چې له خپلو کورنيو سره يو ځای شوي دي.
په ۲۰۱۸م کال کې شا او خوا ۳۸ زره کسانو د «کورني الحاق» د غوښتنې ويزې ترلاسه کړي دي.
په آلمان کې د منل شوو پناه غوښتونکو د کورنيو د الحاق يا يو ځای کيدو قانون د روان کال د اګست مياشتې له لمړۍ څخه په اجرا کې راغلی دی.
د دغه قانون له مخې هر کال د هغو پناه غوښتونکو چې په خپلو هيوادونو کې د جګړو يا تعقيب له امله آلمان ته مهاجر او دلته يې موقتي اقامې يې ترلاسه کړي، ۱۲ زره د کورنۍ غړۍ کولای شي له دوی سره يو ځای شي.
آلماني چارواکو ويلي دي چې ۴۶۰۰ مهاجر يې د «بشردوستانه» دلايلو له مخې هم په خپل هيواد کې منلي دي.
۱۸نيم زره داوطلب بيرته ستانه شوي مهاجر
د آلمان دولت د ارقامو له مخې بايد ۲۶ زره او ۵۰۰ پناه غوښتونکو دغه هيواد پريښی وی، ځکه چې د هغوی د پناه غوښتنې رد شوې او يا دا چې تر دې مخکې يې د اروپايي اتحاديې په يو بل غړي هيواد کې د پناه غوښتنې کړې وې. د دې تر څنګ، څه باندې ۱۸ زره او ۵۰۰ پناه غوښتونکي په خپله خوښه بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شوې دي.
د پناه غوښتونکو په ډله کې څه باندې ۳۰ زره داسې ماشومان هم شته چې په آلمان کې زيږيدلي او له يو کال څخه لږ عمرونه لري. دغه ماشومان به هم د هغوی د والدينو په څير د مهاجرو په توګه ثبتيږي.
د کورنۍ د الحاق پر موضوع له آرشيف څخه په يوه انځوريز البوم کې اضافي معلومات: