1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې هندي فلمي سندري سخت تبعیضي بحثونه راپورته کړي

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

د بالیوود د یوه نوي فلم سندره، حتی مخکي تردې چي په سینما کي وچلیږي، د هغې د تبعیضي متن په دلیل سخت بحثونه راپورته کړي او تر انتقاد لاندي راغلې ده. په هندوستان کي ښځي د هغوی د توربخُن پوست په سبب د تبعیض سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/3ikH5
Symbolbild I Sexarbeit in Indien
انځور: picture-alliance/NurPhoto/H. Bhatt

په دغه بدله کي یوه ښځه د امریکايي سندرغاړي، بیانسه سره مقایسه سوې ده:«که بیانسه تا وویني چي د پوست رنګ دي ډیر سپین او روښانه دی، نو وبه شرمیږي.»

د دغي بدلي متن په حقیقت کي د ښایسته توب هغه ایډیالونه توصیفوي، چي په هندوستان کي ډیر مروج دي: په دغه هیواد کي چي ډیری انسانان یې تاریک او توربخُن پوست لري، سپین پوستو انسانانو او خصوصاً ښځو ته د ښایسته موجود په سترګه کتل کیږي. هغه کسان چي د بدن پوست یې توربخن او تاریک وي، اکثرأ په جامعه کي د تبعیض سره مخامخ کیږي، خصوصأ هغه وخت چي یوه ښځه د میړه په لټه کي وي.

په هندوستان کي د ښایسته توب ایډیالونه د استعمار د زمانې څخه پاته دي، یعني هغه وخت چي استعماري قدرتونه په مجموع کي روښانه پوستونه درلودل. د بالیوود د فلم جوړولو صنعت په مجموع کي دغه ایډیالونه تقویه کوي. د هندوستان مشهوره فلمي ستوري اکثرأ روښانه پوستونه لري او په بدلو کي هم په تکرار سره د سپین پوستو توصیف کیږي.

په ټولنيزو رسنيو کې اعتراضونه لا دوام لري

خو په دې اخرو کلونو کي د ښایسته توب د دغه تصور پرضد اعتراضونه، خصوصاً د نژادپرستۍ پر ضد غورځنګ «د تورپوستانو ځان مهم دی»، تر پخوا ډیر تقویه سوي دي.

په اجتماعي شبکو کي د بیانسه په ارتباط دغي بدلي پرضد تر ډیرو اعتراضونو وروسته بالاخره بدلي ته تغیير ورکول سو. په نوي متن کي د بیانسه نوم او د سپین او روښانه پوست سره د ښځي ارتباط حذف سو، يعنې داسي: «که هغه تا وویني، بیا به نو دنیا وشرمیږي.»

د «ګوریا» هندي اصطلاح (سپین پوستې ښځه) معمولأ په بدلو کي د ښځو دپاره د محبت په معنی استعمالیږي. د بالییود ریژیسور، مقبول خان ویلي، انتظار یې نه درلودی، چي د «ګوریا» د اصطلاح څخه دي څوک تحت الفظي مفهوم واخلي. هغه توضیح کوي چي: «د بیانسه سره دمقایسې منظور یوازي دا ؤ چي د یوې ښځي د رقص هنر یو سړی تردې حده تر تأثیر لاندي راوستلی، چي هغه وغوښتل دغه ښځه د سندرغاړي بیانسه سره مقایسه کړي.»

بیانسه پخپله په یوه نوې ویدیويي بدله کي د تور پوستو ښځو د ښایسته توب څخه توصیف کړی دی. دغي امریکايي هنرمندي په دغه بدله کي ویلي دي: «ستا پوست نه یوازي تاریک او توربخُن دی، بلکي ځلیږي هم او ستا کیسه بیانوي.»