1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

یوې محکمې ترمپ دوه میلیونه ډالره جریمه کړی دی

۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعه

ولسمشر ترمپ له هغو پیسو څخه چې د پوځ د پخوانیو غړو له خوا د هغه خیریه سازمان ته ورکړل شوې وې، په خپل کمپاین کې کار اخیستی دی. پر نورو سربیره هغه په دې پیسو خپل یو ۱،۸ متر لوړ انځور رانیولی.

https://p.dw.com/p/3Sfxg
US-Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/abaca/Y. Gripas

یوې محکمې د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر دونالد ترمپ، باندې له دې کبله د دوه میلیونو ډالرو جریمه لګولې ده چې په خبره یې ترمپ خپل خیریه سازمان د تجارتي او سیاسي اهدافو له پاره کارولی دی. اوس نو باید دونالد ترمپ له بیلابیلو خیريه سازمانونو سره دوه میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د منهاتن محکمې د پنجشنبې په ورځ وموندله چې ترمپ د پوځ د پخوانیو غړو له خوا د ده خیریه سازمان ته ورکړل شوې پیسې، په ۲۰۱۶ کال کې د خپل ولسمشریز کمپاین د پرمخ وړلو په موخه کارولي دي. ترمپ په ۲۰۱۶ کال کې خپل د کمپاین کارکوونکو ته اجازه ورکړې وه چې د ده له خیریه سازمان سره په همغږۍ کې د پوځ له پخوانیو کارکوونکو څخه د مرستو ټولولو یوه غونډه جوړه کړي.

په دې غونډه کې راټولې شوي ۱۰۰۰۰ ډالره، پر نورو سربیره د ترمپ د یوې نقاشۍ چې ۱،۸ متره لوړوالی لري، پر رانیولو باندې لګیدلې دي.

محکمې دغه پریکړه د نیویارک د څارنوالۍ دفتر له خوا تر یوې ۲۱ میاشتنې څیړنې وروسته، کړې ده.

پر جریمې سربیره، د ترمپ درو اولادونو ته امر شوی دی چې د خیریه سازمانونو د ادارې جبري کورسونه ونیسي. پر ترمپ لګیدلې دوه میلیون ډالري جریمه به پر اتو خیریه سازمانونو باندې وویشل شي.

(ms/ks (Reuters/AP