1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

یوې سل کلنې اندونیزیايي ښځې کرونا ته شکست ورکړ

۱۳۹۹ خرداد ۱۱, یکشنبه

په اندونیزیا کې یوې ۱۰۰ کلنې زړې میرمنې تر درملنې وروسته کرونا ویروس ته ماتې ورکړې او له روغتون څخه رخصته شوې ده. د نړۍ سربیره، کرونا ویروس په اندونیزیا کې هم ډیر خپور شوی دی.

https://p.dw.com/p/3d49b
Großbritannien Blackburn Seniorin in Krankenhaus während Sars-CoV-2-Pandemie
انځور: Reuters/H. McKay

اندونیزیايي چارواکو ویلي چې په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته یوه ۱۰۰ کلنه میرمن اوس روغه شوې ده او کرونا ناروغۍ ته یې ماته ورکړې ده. کمتیم چې د ډیری اندونیزیایانو په څیر فقط یو نوم لري، په روانه اونۍ کې تر یوې میاشتې درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت کړل شوې ده. د چارواکو په خبره دغې ۱۰۰ کلنې میرمنې د دې هیواد په دوهم تر ټولو ستر ښار یعنې سورابایا کې ژوند کاوه.

د شرقي جاوا والي خفیفه اندر پراوانسا وویل چې هغه هیله منه ده چې د کمتیم کیسه به د دغې ناروغۍ اخته کسانو ته یوه ښه زیری وي او په ځانګړې توګه له خطر سره د مخ کسانو او یا هغه چې له وړاندې نه ناروغي لري، د دوی روحیه قوي کړي. پروانسا زیاته کړه: «زه هیله منه یم چې د دې وبا پرمهال به د هغې جوړښت زاړه او د ډیر عمر لرونکي کسان وهڅوي.»

کمتیم په ۱۹۲۰م کال کې زیږیدلې او تیره میاشت وروسته له هغې چې د کرونا ویروس نخښې یې په بدن کې ولیدل شوې او بیا یې معاینات هم مثبت شول، هغه د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوه. د کمتیم نږور سیتي امینه وايي چې د هغې د رغیدو دلیل دسپلین او تداوم وو. هغې د فرانسې له خبري آژنس سره په خبرو کې زیاته کړه: «هره ورځ به مې له نرسانو څخه د هغې وضعیت تعقیباوه او هغوی تل راته ویل چې هغه ډیره قوي ده او خپل دارو درمل په وخت اخلي.» امینه زیاتوي چې هغه د رغیدو له پاره ډیره هڅول شوې وه.

تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دغه زړه میرمن څرنګه پر کرونا ویروس اخته شوې ده. امینې په دې تړاو وویل: «له دې کبله چې هغه بیرون ته نه ځي، نو د سیمې یو شمیر کسان یې لیدو ته راغلي وو او ښايي له همدې لارې به په دې ویروس اخته شوي وي.»

په اندونیزیا کې تر اوسه پورې له ۲۶ زره ډیرې د کرونا مثبتې پیښې ثبت شوي چې له دې جملې څخه ۱۶۱۳ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو د ۲۶۰ میلیونو نفوس لرونکی دغه هیواد د ټولو امکاناتو سربیره بیا هم د کرونا ویروس د ټست یا معاینې په برخه کې ډیر وروسته پاتې دی او ډېر امکانات نه لري.

په دې هیواد کې کارپوهان وړاندوینه کوي چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر او له دې کبله د مړو شمیر ښايي په حقیقت کې تر رسمي شمیرو ډیر لوړ وي.

د شرقي جاوا والي د یادې میرمنې د رغیدو کیسه یو مثبت ګام بللی دی.
د شرقي جاوا والي د یادې میرمنېد رغیدو کیسه یو مثبت ګام بللی دی. انځور: Detik.com