1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

په کور کې په چاپو شویو پیسو د موټر د رانیولو هڅه

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

یوه آلماني میرمن د جمعې په ورځ د موټر رانیولو له پاره یوه پلورنځای ته ولاړه. هر څه سم روان وو خو کله چې د پیسو ورکولو وخت راورسید نو د موټر پلورونکي متوجه شول چې مشتري یې ورته د اصلي پر ځای په کور کې چاپ شوې پیسې ورکوي.

https://p.dw.com/p/3MAVE
Verhaftung nach Beschlagnahme von Falschgeld
انځور: Polizeidirektion Pirmasens

د آلمان په کایزرسلاوترن ښار کې یوه ښځه د موټرو یوه پلورنځي ته ننوته چې د ځان له پاره یو موټر راونیسي. خو په پای کې هغه په خپل نوي موټر کې نه، بلکه د پولیس په موټر کې له پلورنځي څخه د پولیسو د دفتر پر لور روانه سوه. دا ځکه چې د موټر پلورونکی متوجه شو چې د هغې ۱۵۰۰۰ یورو جعلي دي. له همدې کبله نو نوموړي له پولیسو سره اړیکه ونیوله.

پولیس دې موضوع چې دغې ښځې جعلي پیسې له کومه راوړې وې، ډیر پر ځان بسیا نه کړل. ځايي پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې ښځې جعلي پیسې په کور کې، پر عادي کاغذ او د عادي پرینتر په واسطه چاپ شوې وې.

پولیسو د دې شل کلنې نجلۍ د کور تر تلاشي وروسته، چې په یوه نزدې ښار کې پروت دی،  یو پرنتر او تازه چاپ شوې نورې جعلي پیسې هم وموندلې. پر دې سربیره هغوی په دې کور کې د جعلي پیسو یو ۱۳۰۰۰ یز بنډل هم ترلاسه کړ.

د آلمان د فدرال پولیسو په حواله په بازار کې د خپرولو په نیت د جعلي پیسو جوړول لږ تر لږه یو کال د بند سزا لري. لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د دغې ښځې له پاره به د څارنوالۍ له خوا د کومې سزا غوښتنه وشي.

که څه هم د جعلي پیسو مسلکي جوړونکي د دې هدف له پاره له ډیرو پرمختللو ماشینونو کار اخلي خو د آلمان د فدرال پولیسو اداره وایي چې تازه کار جعل کاران دا کار د انترنت له لارې د رانیولو شویو وسایلو په مرسته هم ترسره کولی شي. د دې ادارې په خبره په آلمان کې د ۵۰ یورو نوټ تر ټولو ډیر جعل کیږي.

په ۲۰۱۸ کال کې په آلمان کې د جعلي پیسو په تړاو ۵۴۰۰۰ شکایتونه شوي وو. په همدې موده کې د آلمان له بازار څخه د ۹۹۹۰۰ جعلي بانک نوټونو د راټولولو له لارې ۱۷ میلیونه یورو له بازار څخه ایستل شوې وې.

ویزلي ران