1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

یوه ځانمرګي په هلمند کې نهه تنه یاغیان وژلي

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د افغانستان په هلمند ولایت کې یوه ځانمرګي برید کوونکې د یوې بلې یاغي ډلې پر پوستې باندې برید کړی او نهه تنه یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2eg3M
Karte Afghanistan Provinz Helmand Englisch
انځور: DW

د ګرشک ولسوال محمد سلیم، ویلي دي چې په دې پیښه کې له طالبانو څخه د یوه جلا شوې ښاخ شپږ تنه نور جنګیالي ټپیان شوي هم دي. پیښه د چهارشنبې په ورځ په ياده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو ویاند لا تر اوسه پورې په دې اړه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم د طالبانو بیلابیلو ډلو یو له بل سره خونړۍ نښتې کړې دي. په هلمند کې د طالبانو یو جلا شوی قوماندان ملا رسول، د دې ډلې له مشر ملا هیبت الله اخندزاده څخه بیل شوی او پر هغه باندې یې نیوکې کړې دي.

په یوه بله پيښه کې بیا د پکتیکا ولایت ویاند محمد رحمان عیاض، ویلي دي چې د پولیسو د یوه قوماندان کور ته نزدې له چاودیدونکو موادو یو ډک موټرسایکل چولی دی چې له کبله یې یوه ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي. د دغه چارواکي په خبره په پیښه ک اووه تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. چاودنه ښايي له لیرې څخه د ریموټ په واسطه رامنځ ته شوې وي.

د چاودنې پر مهال د پولیسو قوماندان په کور کې نه وو. لا تر اوسه پورې چا د پیښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.