1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه افغانه کورنۍ له CIA د خپل یوه غړي جسد غواړي

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

یوه افغانې کورنۍ چې یو غړی يې د سپتمبر د یوولسمي تر پیښي وروسته د امریکا استخباراتي ادارې (CIA) نیولی وو او د ادعاو له مخي تر ربړوني وروسته مړشوی دی، اوس د هغه د جسد غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/39Di2
Symbolbild Central Intelligence Agency (CIA)
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

له واشنگتن څخه د فرانسې خبري آژانس په یوه رپوټ کې راغلي دي چې د یو افغان کورنۍ د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې (CIA) پرضد وروسته له هغې دعوا کړې ده چې ویل کیږي، دغه سړی د سپتمبر د یولسمې د حملو په تعقیب ونیول شوو او د ادعاوو له مخې د نوموړي ادارې له خوا د ربړونې په نتیجه کې مړ شوی دی. دغه دعوا د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو یو محکمې ته وړاندې شوې ده.

په صورت دعوا کې دغه سړی د گل رحمن په نوم معرفی شوی دی چې ویل کیږي هغه د ۲۰۰۲م کال د نومبر مياشتي پر پنځمه نېټه په پيښور کې د افغان مهاجرو په یوه کمپ کې د امريکا د استخباراتي ادارې جاسوسانو نيولی وو. هغه هلته له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه. د کورنۍ له خوا په وړاندې شوې دعوا کې غوښتل شوي دي چې اوس باید وموندل شي چې د هغه په جسد څه شوي دي. د رپوت له مخې گل رحمن د یو جهادي زور پالونکي په تور نیول شوی وو او د تحقیقاتو له پاره د CIA  یوه زندان ته وړل شوی وو.

په صورت دعوا کې راغلي دي چې تر نیولو وروسته «د CIA مامورينو گل رحمن پوره دوې اوونۍ په ډير سخت او سیستماتیک ډول کړولی او ربړولی دی، تر هغه پوري چې نوموړي د بدن د حرارت د راټیټیدو په نتیجه کې مړ شوی دی.»

تر ۲۰۱۰م کاله پورې هم د هغه د مرگ خبر ورکړل شوی نه وو او تر ۲۰۱۴م کاله پورې هم په رسمي توگه تصدیق شوی نه وو چې آیا گل رحمن مړ دی که ژوندی. په صورت دعوا کې ویل شوی دي: «تر نن پوري هم CIA په رسمي توگه د گل رحمن کورنۍ ته د هغه د مرگ خبر ورکړی نه دی او نه هم د هغه جسد ور سپارل شوی دی.»

د گل رحمن د کورنې دعوا په واشنگتن کې یوې فدرالي محکمې ته وړاندي شوې او پکښې د متحده ایالاتو د «اطلاعاتو د آزادۍ د قانون» له مخې د هغه د مرگ او د هغه د جسد په هکله د معلوماتو د خپرولو غوښتنه شوې ده. په دې اقدام له هغه وروسته لاس پورې شوو چې CIA له دې څخه ډډه وکړه چې د «اطلاعاتو د آزادۍ قانون» پر بنسټ وړاندي شوې غوښتنې ته رسمي ځواب ورکړي.

د گل رحمن کورنۍ له دې مخکې خپلې دغه غوښتنې په یوه بله قضیه کې هم شریکې کړې وې، چې دوه نور نارينه چې هغوی هم په افغانستان کې د CIA په زندانونو کې ربړول شوي ل، د CIA د دوو قراردادي ارواح پالونکو پر ضد دعوا کړې وه. دغو ارواح پالونکو د CIA مامورینو ته د تحقیقاتو او ربړونې د میتودونو مشورې ورکړې وې. تر نوموړي قضیې وروسته هم د گل رحمن کورنۍ ته هیڅکله دا معلومات ور نه کړل شول چې د هغه له جسد سره څه شوي دي.

د گل رحمن لور، هاجره همت یاره په یوې وینا کې ویلي دي: «زه باور لرم چې په امریکا کې به خلک په دې حقیقت پوه شي چې د هغوی حکومت ما او زما کورنۍ ته ووایي چې زما د پلار له جسد سره څه وشول.» همت یاري زیاته کړې: «بیا به نو موږ وتوانیږو چې په حقیقت پوه شوو چې زموږ له پلار سره څه شوي دي او بیا به په سمه طریقه د هغه جنازه وکړو.»

په امريکا متحده ایالاتو کې یوې مدني ټولنې «د امریکا د مدني آزادیو اتحادیه» چې د گل رحمن له کورنې سره د دعوا په وړاندې کولو کې مرسته کړې ده، په یوې جلا دوهمې دعوا کې نوموړې محکمې ته د CIA پر ضد یو شکایت هم وړاندي کړی دی. هغه دا چې: د CIA رئیسې «جینا هاسپل» هڅه کړې ده چې په نوموړې قضیه کې د معلوماتو د خپرولو مخه ونیسي، ترڅو له دې لارې د CIA  شهرت ته تاوان و نه رسیږي او بل دا چې دا مسئله «د زندانیانو په ربړولو او ځورولو کې د هغې په شخصي نقش پوري هم اړه لري.»

د «امریکا د مدني آزادیو اتحادیې» لوړ پوړي مدافع وکیل درو لادین وايي: «تر هغه وخته پوري چې دغه ډول ربړوني دوام ولري، دا هیواد به ترې ځوریږي.»