1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه آلماني د خپل موټر پر سر شل زره یورو هیرې کړي

۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبه

ډیری وخت سړی خپل ځيني شيان لکه کيلۍ، عينکې او يا تليفون په يوه ځای کې هیروي. خو په آلمان کې چیرته چې د ډېرو نغدو پېسو گرځول عام نه دي، يوه متقاعد سړي ډغه ډول یوه ډېره گران بيه تیروتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3Tnyi
Symbolbild | Geld | Umschlag
انځور: picture-alliance/dpa/picturedesk/K. Schöndorfer

يوه متقاعد سړي تېره اوونۍ هغه وخت شل زره يورو ورکې کړې چې دغه پېسې یې د بې پامۍ په يوه شيبه کې د خپل موټر پر سر هیرې کړې. د آلمان د بوخم ښار پوليسو د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه ۶۹ کلن سړي د نورد راين ويسفالن ايالت په ويتن سيمه کې له يوه بانک څخه ۲۰ زرو يورو چې کابو ۲۲ زره ډالر کيږي، د جمعې په ورځ مازيگر د ۳ بجو په شا او خوا کې را ايستلې وې.

د پولیسو په حواله هغه بيا دغه پیسې په يوه پاکټ کې اچولې وې او بيا یې دغه پاکټ د موټر تر روانولو د مخه د موټر پر چټ ايښې وو. لږه شيبه وروسته چې موټر يو څه مزل کړی وو هغه په خپله سهوه پوه شو او د پاکټ لټه یې پيل کړه خو دغه لټون یې بې نتیجې پاتې شو.

دې کس دغه پیسې د يوه نوي موټر د رانیولو له پاره له بانک څخه را ايستلې وې. پولیسو له خلکو غوښتي چې هر څوک چې دغه پاکټ وموندي، د پوليسو په مرکز کې دې یې وسپاري. په آلمان کې که څه هم چې خلک اوس هم د کلتوري دلايلو له مخې آن ډيرې لویې خريداري هم په نغدو پېسو کوي، خو په عمومي توگه له ځانه سره د نغدو پېسو گرځول ډېر عام نه دي. په دغه شان مواردو کې ډیر وخت خلک له بانک څخه پیسې راباسي او بیا یې پیریدونکي ته تسلیموي.

(bs/ms (DW: Kate Martyr