1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جګړو کې تر ۱۲۰ زره ډېر ماشومان وژل شوي یا معلول شوي»

۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

د يونيسف په وينا له ۲۰۰۵ راهیسې په وسله والو جګړو کې تر ۱۲۰ زرو ډېر ماشومان وژل شوي او يا معلول شوي دي. يونيسف دا شمیرې په اوسلو کې په جګړه کې د ماشومانو د ساتنې په موخه په جوړ شوي کنفرانس کې په ډاګه کړې.

https://p.dw.com/p/4SCXX
راحیله هغه نجلۍ ده چې په پیښور ښار کې د ماین په واسطه معلوله شوه.
راحیله هغه نجلۍ ده چې په پیښور ښار کې د ماین په واسطه معلوله شوه.انځور: Saeed ur Rehman

د یونیسف په وینا یوازې له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر ۱۲۰ زرو زیات ماشومان په وسله والو جګړو کې معیوب شوي یا وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق دغه ارقام په اوسلو کې په جګړه کې د هلکانو او نجونو د ساتنې په اړه د يوه نړیوال کنفرانس په مناسبت خپاره کړل چې د دوشنبې په ورځ پیلیږي. د یونیسف اجرائيوي مشرې کیترین رسل وویل: «هر جنگ په پای کې د ماشومانو پر ضد جګړه ده.» هغې زياته کړه چې نړۍ باید په جګړو کې د ماشومانو د ښه ساتنې له پاره ډیر څه وکړي.

ايمنستي له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشر پر ضد جرم» بللی

دې مرستندويه ادارې دا هم ويلي دي چې په تيرو ۱۸ کلونو کې لږ ترلږه ۱۰۵ زره  ماشومان د وسله والو يا وسله والو ډلو له خوا استخدام يا ګمارل شوي دي. پر دې سربېره له ۳۲ زره پنځه سوه څخه زيات ماشومان تښتول شوي دي. د یونیسف د معلوماتو له مخې تر ۱۶۰۰۰ زیات ماشومان له جنسي تیري سره مخامخ شوي دي.

پر ښوونځيو او کلينکونو تر ۱۶۰۰۰ ډېر بريدونه

ملګرو ملتونو هم پر ښوونځیو او روغتونونو تر ۱۶۰۰۰ زياتو تائيد شويو بريدونو څخه خبره کړې ده. د دې سازمان دا معلومات په افریقا، آسیا او لاتین امریکا کې له ۳۰ څخه ډيرو شخړو په اړه راټول شوي دي. څرنګه چې دا یوازې د ماشومانو په وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې او تاوتریخوالی ثبت شوي قضیې دي، احتمال لري چې اصلي شمیر لا زيات وي. برسېره پر دې، په میلیونونو ماشومان بې ځایه شوي، ملګري یا خپلوان یې له لاسه ورکړي، یا له خپلو والدینو یا پالونکو څخه جلا شوي دي.

 

کاترین رسل، د یونیسف نوې اجرائيوي مشره
کاترین رسل، د یونیسف نوې اجرائيوي مشره انځور: Carlo Allegri/REUTERS

د یونیسف اجرائيوي مشرې رسل ټینګار وکړ،، چې دا په ټوله کې د نړيوالې ټولنې مسئوليت دی، د دې زمينه برابره کړي چې «ماشومان د لویانو د جګړو قیمت يا بیه پرې نه کړي.» د ملګرو ملتونو سازمان په خپله توانیدلی چې تیر کال شاوخوا ۱۲ زره پنځه سوه هغو ماشومانو سره چې د وسله والو ځواکونو یا ډلو سره یې تړاو درلود د بیا یوځای کیدو د پروګرامونو او نورو محافظتي اقداماتو له لارې مرسته وکړي.

په اوکراین کې لږ تر لږه ۵۰۰ ماشومان وژل شوي دي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۸۵ ماشومان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د دفاع بنسټونو وړاندیز طالبانو ته څه پایلې لرلی شي؟

زيلنسکي په خپل ورځني ویډیويې پیغام کې وویل، چې دا یوازې هغه قربانیان دي چې معلومات یې په رسمي توګه ثبت شوي. هغه زياته کړه چې اصلي شمیر په څرګنده ډول لوړ دی. زیلینسکي د ۱۹زره پنځه سوه څخه د زیاتو اوکرایني ماشومانو ته هم اشاره وکړه چې د اشغال شویو سیمو څخه روسیې ته انتقال شوي دي. تر دې دمه یوازې په شاوخوا ۳۷۰ قضیو د دې زمينه برابره شوې چې دا »اوکرايني کوچنيان« بیرته را انتقال شي.د دولت مشر په کیف کې وویل، د مارچ په نیمایي کې، د جرمونو نړیوالې محکمې د اوکراین د ماشومانو د انتقالو راپورونو ته په پام سره، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ماشومانو د حقونو له پاره د روسیې د حکومت ځانګړې استازې ماريه لووا - بیلووا د نیولو امر صادر کړ. پر دوی د »جنګي جرمونو« قانوني تور لګول شوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: