1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: د افغانستان نږدې نیمايي ماشومان ښوونځي ته نه ځي

۱۳۹۷ خرداد ۱۳, یکشنبه

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صدوق (یونیسف) ویلي دي چې د افغانستان لږ تر لږه ۳،۷ میلیونه ماشومان نه شي کولی ښوونځي ته لاړ شي. نجونې له دې وضعیت څخه تر ټولو ډیرې اغیزمنې شوي دي.

https://p.dw.com/p/2yrsd
Bildergalerie Jakawalang Afghanistan
انځور: DW/N. Behzad

د یونیسف په نوم د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ماشومانو د ملاتړ بیړني صدوق د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۳مه) په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په افغانستان کې روان کړکیچ او کمزوری امنیتي وضعیت د هغو ماشومانو د شمیر د لوړیدو سبب شوی دی چې نه شي کولی ښوونځي ته لاړ شي.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې له اووه څخه تر ۱۷ کلنۍ پورې شاوخوا ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي او روزنیزو خدماتو ته لاسرسئ نه لري. په دوی کې ۶۰ سلنه یې نجوني دي چې په دغه هیواد کې د جنسیتي تبعيض نښه بلل کیږي.

په یو شمیر ولایتونو کې لکه کندهار، هلمند، وردګ، زابل، پکتیا او روزګان کې د هغو ماشومانو شمیر ۸۵ سلنه دی چې ښوونځي ته نه ځي.

مختلف عوامل

یونیسف ویلي دي چې بی ځایه کیدل، جبري ودونه، د ښځینه ښوونکو نه شتون، د ښوونځیو لږ امکانات، بی وزلي او ناامني هغه عوامل دي چې ماشومان او په ځانګړي نجوني نه شي کولی ښوونځي ته ولاړې شي.

خو سره له دې ټولو په دې رپوټ کې یادونه شوی ده چې یو شمیر مثبت پرمختګونه هم لیدل کیږي چې د تعليم او تحصيل د پریښودو کچه ټيټه شوې ده. د دغه رپوټ پر بنسټ ۸۵ سلنه هغو نجونو او هلکانو څخه چې لومړنې ښوونځی یې پيل کړی دی دغه دوره یې پای ته رسوې.  

دا په داسې حال کې ده چې ۹۴ سلنه هلکان او ۹۰ سلنه نجوني چې د ښوونځي متوسطه دوره یې پيل کړی تر پایه یې رسولی ده.

له ناوړې استفادې ویره

په افغانستان کې د یونیسف استازۍ عادله خدر، وایې چې ښوونځي ته د ماشومانو د نه ورتګ په مسئله کې یوازې له تحصيل څخه د دوی د لیريوالي موضوع نه ده، بلکې: هغه وایې «کله چې ماشومان ښوونځي ته لاړ نه شي، دوی د سوء استفادې له پراخ خطر او جبري کار سره مخامخ کیږي».

Schulen in Afghanistan
په افغانستان کې اوس هم د یو شمیر ښوونځیو زده کونکي میز او چوکۍ نه لريانځور: DW/F. Khan

میرمن خدر همدارنګه ټینګار کوي چې د تحصيل ارزښت په دې کې دی چې د کړکیچ په منځ کې ماشومانو ته یوه روښانه راتلونکې ترسیموي. عادله خدر وایې: «ښوونځي ته تګ د ماشومانو ورځني ژوند ته ثبات وربخښي، چې دا د داسې یو هیواد له پاره عاقلانه پانګونه ده چې په ناامنۍ کې ښکیل دی».

همدارنګه د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت سرپرست محمد حنيف بلخي وویل: «ښځې د ټولنې د استعدادونو او ظرفیت نیمایې برخه تشکيلوي، خو له بده مرغه ۲،۲ میلیونه نجوني له ښوونځي څخه محرومې دي».

د امنیت کمزوري

د ۲۰۱۴ م کال راهیسې د کله نه چې نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه امنیتي وضعیت مخ پر خرابیدو دی. طالب یاغیان اوسمهال د دغه هیواد د ۱۴،۵ سلنې خاورې کنترول په خپل لاس کې لري او د ۳۰ سلنه نورې برخې د کنترول ترلاسه کولو له پاره جګړه کوي.

طالبان کله نا کله نجوني ښوونځي ته له ورتګ څخه منع کوي او ډیري وختونه درسي نصاب د اسلامي سختګیرانه عقیدې په اساس تنظیموي.

یونیسف په داسې یو وخت کې خپل رپوټ خپروي چې یوه اونۍ مخکې، طالبانو د تخار په ولایت کې ۲۷ ښوونځي وتړل. د دې اقدام له کبله د ۱۱ زره ماشومانو په زده کړو کې ځنډ او خنډ رامنځته شوی دی.