یونان د مهاجرو په هکله خپل سیاست نور هم سختوي
۱۳۹۸ تیر ۲۵, سهشنبهد یونان نوی لومړي وزیر کیریا کاس میتسوتاکیس، غواړي له ترکیې سره په گډه د اوبو سرحدي لار په جدي توگه کنترول کړي. هغه اعلان کړی دی چې په دې برخه کې به له هرډول امکاناتو څخه استفاده وکړي، لکه د اروپايي اتحاديې د سرحدونو د ساتنې آژانس «فرونتکس» کارکوونکي لا ډیر په ښه ډول په ماموریت وگومارل شي او د ساحل د څارونکو شمیر او د هغوی تجهیزات لا پسې زیات کړل شي.
دهغه په خبره همدا ډول به د یونان په ټاپوگانو کې د مهاجرو د مؤقتي مرکزونو په ناوړه حالت کې بدلون راولي او هغه کسان چې د پناه حق ونه لري د اوس په پرتله به ژر ترکیې ته استول کیږي.
میتسوتاکیس، د اروپایی اتحادیې د مهاجرو چارو له کمیسار دیمیتریس اوراموپولوس، سره تر ملاقات وروسته د خپل تویتر په پیغام کې لیکلي دي: »تر ټولو د مخه د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ژوندانه د شرایطو ښه کول، د بې سرپرسته کوچنیانو او نورو هغو ډلو ملاتړ دی چې عاجلو مرستو ته اړتیا لري. همدارنگه د سرحدونو ساتل او د پناه غوښتنې په قانون کې اصلاحات دي.«
اوراموپولوس د خپلو خبرو په پای کې د یونان له یوه تلویزیوني چینل سره په خبرو کې وویل چې »یونان په دې برخه کې یوازی نه دی«، اروپایې اتحادیه به په دې برخه کې مرسته وکړي. برعکس د یونان د مهاجرت چارو د وزیر مرستیال گیورگوس کوموت ساکووس، له اروپایي اتحادیې غوښتنه وکړه چې »موږ لا نورو بڼسټیزو مرستو او د اروپایي اتحادیې شریک مسوولیت ته اړتیا لرو.«
له مهاجرو سره مرسته کوونکي په اندیښنه کی دي
مرستندویه ټولنې په دې هکله اندیښمني دي چې د یونان د نوي حکومت تر مشرۍ لاندې به د مهاجرو وضیعت لا پسې خراب سي. د نوي ټاکل سوي لومړي وزیر میتسوتاکیس، ترمشرۍ لاندې د تدابیرو له جملې څخه یو یې د طبیعي پیښو د چارو په وزارت کې د مهاجرو د وزارت ادغامیدل وو.
گیورگوس کوموت ساکووس، اعلان کړی چې هغه مهاجر چې د قبلیدو چانس نه لري باید ژر تر ژره اخراج سي. د یوه نوي قانون لغوه کیدل هم چې له مخې به یې مهاجرو کولای سول په ډېرې آسانۍ سره د اجتماعي بیمې له پاره یوه شمیره په لاس راوړي د مهاجرو د مرستندویانو او فعالانو تر انتقاد لاندې راغلی دی.
د ملگرو ملتونو په وینا د روان میلادي کال له پیل راهیسي څه د پاسه ۱۲ زره مهاجر د آژې سمندر شمالي ټاپوگانو ته رسیدلي دي. یوازی د جون په میاشت کې د رسمې شمیرو له مخی ۳۱۲۲ انسانان له تُرکیی څخه یونان ته راغلي او د پناه غوښتنه یی کړې ده. د مهاجرو په مؤقتی مرکزونو کې اوسمهال ۱۷۶۹۷انسانان ژوند کوي چې په اصل کې یوازی د هغو د نیمایي شمیر له پاره ځای لري.
rb/jj gp/sr (afp, dpa)
زموږ له آرشیف څخه: