1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان او ایټالیا د قاچاق وړونکو یوه ډله نیولې ده

۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعه

له څو میاشتو پلټنو وروسته، ايټالوي او یوناني امنیتی چارواکي پر دې وتوانیدل چې د انساني قاچاق وړونکو یوه کړۍ له منځه یوسي. ویل کیږي چې یادې ډلې له یونان څخه مهاجرین په ناقانونه توګه ایټالیا ته انتقالول.

https://p.dw.com/p/3UlJk
Flüchtlingsnot in Athen Griechenland
انځور: DW/P.Zafiropoulos

د جمعې په ورځ د (۲۰۱۹م کال د ډسمبر میاشتې په ۱۳مه نیټ) د یونان پولیسو خبر ورکړی چې دوی شپږ یوناني او پنځه ایټالوي قاچاقبران یی په دواړو هیوادونو کی نیولي. ویل کیږي چی دغو کسانو به مهاجر له یونان څخه په غیرقانوني ډول  ایټالیا ته انتقالول او د دې کار په مقابل کی به یی د هر سړي پر سر ۶۰۰۰ یورو تر لاسه کولې. د معلوماتو له مخې په تیرو میاشتو کی هغوی څه د پاسه ۸۰۰ زره یورو په لاس راوړي دي.

دغو بانډونو له اتو څخه تر ۳۲ کسیزو ډلو پوری مهاجر، د یونان له آتن ښار څخه لومړی د یونان لویدیځ او بیا له هغه ځایه ایټالیا ته انتقال کړي دي. د آتن پولیس زیاتوي چې د دغو قاچاقبرانو د ډلې یوې بلې څانگې بیا پر مهاجرو باندی غیرقانوني اسناد پلورل او په دې ډول به یی له هغوی سره مرسته کوله چی په الوتکی کی د اروپا نورو هیوادونو ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیری مهاجرین او پناه غوښتونکي د قاچاقبرو او نورو ډلو په مرسته په پټه له ترکیې څخه یونان ته ځي خو هلته نه راجستر کیږي. د پولیسو د کړیو په حواله، هغه کسان چې آلمان ته رسیږي، نه سي کیدای چې بیرته یونان ته واستول سي، دا ځکه چې د هغوی د گوتې نښه د نورو اروپایي هیوادو د اطلاعاتي بانک په دیتابیس کی نه وي ثبت سوې.