1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما په خپله ستراتیژي کې د ځوانانو نظرونه شاملوي

حسين سيرت۱۳۹۳ مهر ۳۰, چهارشنبه

ملگرو ملتونو ویلي دي چې د تحول په لسیزه کې به د افغانستان ترڅنگ پاته شي او د سولې د راتلو او مرستو راټولو په برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د دې سازمان چارواکو ویلي دي چې د تحول په لسیزه کې به د سولي ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/1DZq7
انځور: DW/H. Sirat

ملگرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ خپله نړیواله ورځ د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځې په تالار کې ولمانځله. ملگرو ملتونو غوښتل چې په دې سره د سوونو هغو افغانانو نظر هم واوري چې د حقوقو په برخه کې زده کړي کوي. دغه سازمان به د افغانستان له پاره په خپله نوې ستراتیژي کې د افغان ځوانانو غوښتني په پام کې ونیسي.

ملگرو ملتونو له افغانستان سره خپله همکاري له ۱۹۴۶ کال څخه پیل کړې ده او په ډیرو سختو شپو او ورځو کې د افغانستان تر څنگ پاته شوي دي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ادارې یا یوناما ویاندي نیلاب مبارز، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې سازمان به یې له ۲۰۱۴م کال څخه بیا تر ۲۰۲۴م کاله پوري د افغانانو ملاتړ وکړ.

مبارز وویل: «موږ فکر کوو چې د دولت د لومړیتوبونو له لاري له افغانستان سره مرسته وکړو. د بدلون په لسیزه کې او تر هغه وروسته چې افغانستان وغواړي موږ د دې هیواد ملاتړ کوو.»

سیاسي ملاتړ

کله چې د افغانستان د ولسمشریزي ټاکني له کړکېچ سره مخامخ شوې، ملگرو ملتونو د دې کړکیچ له حلولو سره مرسته وکړه او په افغانستان کې یې د نویو گډوډیو د رامنځته کیدو مخه ونیوله. د ولسمشرۍ ټاکنو د دویم پړاو د رایو د تفتیش بهیر هم د یوناما له خو پر مخ ولاړ او د ملي یووالي حکومت پر سر د موافقې له رامنځ ته کولو سره یې هم مرسته وکړه.

ملگرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو رژیم تر ړنگیدو وروسته د حکومتوالۍ په برخه کې د ډیرو پروژو مشري پر غاړه لرله، خو د وخت په تیریدو سره دې سازمان خپلي ډیري پروژې پخپله افغان حکومت ته وسپارلې.

خو دغه سازمان اوس هم د ښه حکومتوالي، سیاسي، اقتصادي او د دیموکراسۍ د تقوې په برخه کې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

مبارز روښانه کړه چې که څه هم د بدلون په لسیزه کې له افغانستان سره نړیوالي مرستي کمیږي، خو د هغې په په خبره ملگري ملتونه به په نورو ډولونو د افغانستان له پاره د ملاتړ د جلبولو هڅي وکړي. هغې وویل: «په راتلونکي یوې لسیزې کې د دې امکان شته چې پر افغانستان باندې نړیوالي مرستي کمي شي ځکه په لومړیو کلونو کې دغو مرستو ته اړتیا ډیره وه. خو مرستې به په یوه بله بڼه دوام وکړي، څو هغه وکولای شي حکومت پر خپلو پښو باندي ودروي.»

د سولي راتگ

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د راتلونکي کار یوه مهمه برخه د سولي له تامینیدو سره مرسته کول دي. د دې سازمان چارواکو ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې د سولي له بهیر سره مرسته کولو سره چمتوالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې څیړونکي وایي چې ملگري ملتونه باید خپل کارونه یوازي سیاسي مصالحو ته محدود نه کړي. د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی، وایي: «تر هغه وخته پوري چي تاسو د خلکو د ژوند کچه لوړه نه کړي، سوله راتلای نه شي. سوله یوه سیاسي پدیده ده خو بنسټونه یې باید په اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې ولیدل شي.»

افغان حکومت د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشري، په تیرو ۱۳ کلونو کې د سولي له پاره ډیري هڅي وکړي، خو کومه پایله ترلاسه نه شوه.

هغو محصلینو چې د یوناما له خوا په جوړه شوې غونډه کې گډون کړی وو، څو پر دې سازمان باندي غږ وکړ چې د بشري حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغوی وايي چې په افغانستان کې وروستي پرمختگونه په خاصه توگه د ښځو په برخه کې باید له گواښ سره مخامخ نه شي.