1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: د امریکا هوایي بریدونو ۳۰ ملکیان وژلي

۱۳۹۸ مهر ۱۷, چهارشنبه

یوناما ویلي دي چې د افغانستان په لویدیځ کې په می میاشت کې د امریکا په هوایي بریدونو کې۳۰ ملکيان وژل شوي دي. دغه بریدونه د مخدره موادو د پروسس پر مرکزونو شوي ول. د امریکا پوځ بیا دغه موندنې رد کړي.

https://p.dw.com/p/3QwUu
Verletzter vom Bombenanschlag während der Wahlen in Kandahar, Afghanistan
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Seiam

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د څلورو میاشتو له پاره د می میاشتې پر پنځمه نیټه د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په اړه څیړنه ترسره کړې ده.

د څیړنې هدف دا وو چې وموندل شي چې د امریکا پوځ د دغو بریدونو په جریان کې چې په ترڅ کې د مخدره موادو د پروسس په لسهاو مرکزونه په نخښه شوي ول، څه پيښ شوي دي.

تر بریدونو لږ وروسته چې د فراه ولایت په بکوا او نیمروز ولایت په دلارام ولسوالیو کې ترسره شوي ول، یوناما وویل چې د «لوړو ملکي تلفاتو» په اړه یې رپوټونه ترلاسه کړي دي. یوناما بیا تر دې وروسته د می مياشتي پر پنځمه نیټه د ترسره شویو دغو هوایي بریدونو په اړه د حقیقت موندنې یو ماموریت پیل کړ چې په ترسره کيدو کي یې د بریدونو له کبله له ۲۱ اغیزمن شویو کسانو سره مرکې شوې دي.

یوناما ویلي دي چې «د می مياشتي د پنځمې نیټې د بریدونو له کبله یې ۳۹ ملکي تلفات چې پکې ۱۴ ماشومان او یوه ښځه شامله ده تایید» کړي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه ۳۰ یې وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان دي. د څلورو نورو قربانيانو د وضعیت په اړه معلومات نه شته.

یوناما دا هم ویلي دي چې د وژني د۳۰ قضیو په اړه یې بااعتباره معلومات ترلاسه کړي دي او اوس پر دې کار روان دی چې په دې اړه ادعاوې اثبات شي. د دغو کسانو په ډله کې ډیري ښخې او ماشومان شامل دي.

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د یوناما پر موندنو باندې نیوکه کړې او هغه میتود یې تر پوښتنې لاندي راوستی چې دې ادارې د خپلو څیړنو له پاره کارولی دی. امریکایي ځواکونو ویلي دي چې دغو دقیق هدف ویشتونو بریدونو یې د مخدره موادو د پروسس لابراتوارونه په نخښه کړي دي.

دغو ځواکونو په یوې بیانیه کې ویلي دي: «د دقیق هدف ویشتونکو بریدونو په جریان کې د انځورونو پر راټولولو سربیره، په افغانستان کې میشت امریکایي پوځ تر بریدونو وروسته د هدفونو او د شاوخوا پرتو سیمو پشپړه ارزونه کړې ده.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «دغو ګډو ارزونو ښوولې ده چې په هوایي بریدونو کې داسې کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې چې په جګړې کې ښکیل نه وو.»

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ او یوناما د اختلاف اصلي ټکي د «پوځي هدف» تعریف دی. د یوناما په رپوټ کې راغلي دي چې ویشتل شوي د مخدره موادو د پروسس مرکزونه په جنایي ډلو پورې تړلي وو، نو له دې کبله د نړیوالو قوانینو له مخې مشروع پوځي هدف نه شي ګڼل کیدای.

خو امریکایان بیا ټینګار کوي چې دغه لابراتورونه په طالبانو پورې مربوط ول چې بیا یې له هغې څخه ترلاسه شوې پیسې د افغانستان د بیګناه خلکو پر ضد د تاوتریخوالي د تمویل په موخه کارولې.

د امریکا پوځ په ۲۰۱۷ او د ۲۰۱۸م کال په پیل کې د طالبانو د مخدره موادو د پروسس پر مرکزونو باندې څو بریدونه وکړل خو دغو بریدونو د طالبانو پر عایداتي سرچینو باندې کومه لویه اغیزه نه لرله او دا ګواښ یې هم رامنځ ته کاوه چې د لیرو پرتو سیمو اوسیدونکي لا هم له حکومت څخه واټن ونیسي، ځکه ډیر دغه کسان د تریاکو له کښت څخه تر لاسه شویو پیسو پورې تړلي دي.

تر هغه وروسته بیا امریکا د «مت آمفتامین» د پروسس پر لابراتوارونو باندې تمرکز وکړ. خو د امریکا متحده ایالاتو یوه پوځي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د می مياشتي له پنځمې نیټې راهیسې پر دې لابراتوارونو باندې هم کوم برید نه دی شوی.

(ms/nz (afp