1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یورو پول: په ۶۵ زره قاچاقبرانو پسې لټون روان دی

۱۳۹۷ فروردین ۱۶, پنجشنبه

په اروپا کې د قانون عملي کوونکو چارواکو په حواله په نږدې ۶۵ زره انساني قاچاقبرانو پسې لټون روان دی. د اروپایې سرحدونو د کنترول ادارې په حواله داسې ښکاري چې د مهاجرو د غیر قانوني قاچاق لړۍ ګړندۍ شوې ده.

https://p.dw.com/p/2vY3k
Europol Logo
انځور: picture-alliance /ANP XTRA

د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله د اروپایې سرحدونو د کنترول ادارې انديښنه ښودلې ده چې اروپا ته د رسونکو انساني قاچاقبرانو بانډونه ډیر شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس ته د اروپایې مهاجرو د قاچاق ضد ادارې مرکز «یورپي مائیګریشن سمګلنګ سنټر» مشر روبرت کریپنکو ویلي دي چې د تیرکال تر پایه پورې د یورو پول په ډیټابیس کې د ۶۵ زرو قاچاقبرانو معلومات ثبت شوي دي. د یورو پول په حواله په تیرو دریو کلونو کې اروپا ته د مهاجرو رسوونکو ډلو کې په پرله پسې ډول زیاتوالی راغلی دی.

په دې لړ کې د هغو کسانو نومونه چې په دې لیست کې شامل شوي دي شمیر په ۲۰۱۵م کال کې ۳۰ زره،، په ۲۰۱۶ م کال ۵۵ زره او د ۲۰۱۷  کال تر پایه پورې پکښې لس زره نور هم ور علاوه شوي دي.

د مهاجرو په قاچاق کې د لاس درلودونکو کسانو ۶۳ سلنه یې اروپایې اتباع دي چې ۴۵ سلنه یې د بالکان د هیوادونو پورې تعلق لري. په نړیواله کچه په دې جنایې ډله کې ۱۴ سلنه یې د منځني ختیځ، ۱۳ سلنه یې د افریقا، ۹ سلنه یې منځني آسیا او یوازې ۱ سلنه یې امریکایې اتباع دي.

د «یورپي مائیګریشن سمګلنګ سنټر» مشر روبرت کریپنکو وویل چې د مهاجرو قاچاق د میلیاردونو یورو کاروبار دی. که څه هم له لیبیا او ترکیې سره د مهاجرو اړوندې موافقې په پایله کې اروپا ته د مهاجرو په راتګ کې کمی رامنځته شوی دی، خو اروپایې سرحدونو ته داخلیدونکي مهاجر اوس هم د ترکیې او لیبیا مسیر ته لومړيتوب ورکوي.

تیر کال د اروپا- افریقا په کنفرانس کې د لاسلیک شوي تړون له مخې له لیبیا څخه په زرګونو مهاجرو د هغوي پلرني ټاټوبو ته واستول شول. د فرانسې د ولسمشر ماکرون له خوا غوښتنه شوی وه چې دواړه خواوی باید د داسې ډلو په هکله خپل معلومات شریک کړي.

کریپنکو، د فرانسې خبري آژانس ته د معلوماتو د تبادلې په هکله وویل چې یورو پول د نویو قوانينو او مقرراتو له امله یوازې د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه معلومات شریکولی شي چې له امله یې یورو پول، په يورو حوزه کې دننه د مهاجرو د کنترول په برخه کې تراوسه پورې کامیابه دی.